راتلونکی افغانستان
توسط راتلونکی افغانستان در تاریخ جولای 6, 2009 – 11:25 ق.ظ -د راتلونکي افغانستان بریښنا پاڼه یوه سیاسی، اجتماعی، فرهنګی او مستقل ویب پاڼه دی، چی د هیواد سیاسی او اجتماعی اړتیا له مخی په اوسنی کړکچینو حالاتو کښې د یو شمیر ترقي غوښتونکو افغانانو لخوا تاسیس شو.
ګرانو هیوادوالو! افغانستان لرغونی وطن د تاریخ په مختلفو پړاونو کښي د ویاړونو، جګړی او کړاونو سره تل د اخ او ډوب سره مخامخ شوي دي.
دا اتل وګړی د خپل تاریخ په لړوانو کی د خاوري، بشپړتیا، ملي ګټي، د ازادي ساتني او د پرمختیګ له پاره په سرښندني او میړاني مبارزه کړي، او دا ګټي او روحیه یي تل په خپل وجود کښي ژوندی ساتلي دی.
ددی قهرمان او زوریدلي ملت په خټه کښي ټولنیز عدالت، ملی خپلواکي او دموکراسي نغښتي ده، په اوسنی وخت کښي اقتصادي وروسته والي، د ملی شتمنی سره نا انډوله او غیرعادلانه چلند، لړزانده دموکراسي، د بیا رغوونی او جوړوني په اړوند غیرمسولانه برخورد، اداری فساد، غلا، اختلاس،د بي شمیرو سیاسی ګوندنو موجودیت،تیت او پرګ سیاسی حالات، د قانون نه حاکمیت،د ګاونډیوو هیوادونو فرهنګی او سیاسی یرغل او روانه جګړه د اوسني افغانستان د لویوو ستونزو له جملی څخه ګڼل کیږي.
په هیواد کی د سره لښکر ظالمانه او وحشیانه یرغل او پر افغانانو باندی د یرغلګرو د ملګرو لخوا ناروا ظلم او تیری، د ګاونډیوو او سیمه ایزو هیوادونوو تر منځ اختلاف او رقابت او په افغانستان کښي د اسلامی تنظیمونو په چوکاټ کښي جنګ او جګړه او له هغه نه ورورسته د طالبانو په نوم د پرمختیګ سره په ضدیت کښي، د افغانستان اقتصادی، ټولنیزو، سیاسی او نظامي ستونزي د موجودیت، په نړیواله سطع د پخوانی شوروی اتحاد ړنګیدل، د سیمي هیوادونو، سیاسی، اجتماعي او مفکوری اوښتون او تغیر، او بالاخره په افغانستان کښي د یوی نوی بدلون پر لوری تګ او اړتیا، ددی ضرورت یي رامنځته کړی چی یو شمیر ترقی غوښتونکي افغانان د هیواد جاری وضعي ته یوه نوی کتنه وکړي.
مونږ زیار باسو هغه څه ولیکو چی د هیواد د اکثریت وګړو د ګټي څخه ملاتړ او نمایندګي وکړی.
په ګران افغانستان کښي اوسنی تیت او پرګ سیاسی حالات چی د هیواد پر سیاسی تحولاتو اثر اچوی د موږ هدف دادی چی د حالاتو څخه د وتلو لاره خپل هیوادوالو ته د ملي ګټي پر اساس او همداسی د افغانستان د خلکو د مثبتو ارزښتونو په رڼا کښي اوسنی وضعه تحلیل او ارزیابی، او د وتلو لاره روښانه کړو.
تر څو ددي لاري هغه کوم روښنفکران او منورین چی د هیواد پرمختیګ او ترقی غواړی زمونږ په اهدافو پوه شي.
د ویب پاڼي چلوونکی او اداره د خپلو هیوادوالو څخه په ډیره درناوی هیله کوي چی د موږ سره دي مرستی لاسونه وغځووی او داسی سیاسی او اجتماعي لیکني ولیکي چي د ټولني د روح سره مطابقت ولري، تر څو لوستونکي په لوستو سره ډاډ او باور تر لاسه کړي، چي زمونږ په ولس او قومونو کښي داسي لیکونکي شته چی د هیواد اوسنی او راتلونکي لپاره ښه توکي او مضامین برابروی.
تر څو په ګډه په ټولنه کښي داسي سیاسی او معنوي ښګڼي خوری کړو چی د جهالت، ناپوهي، بی علمی مخه ونسي.
همداسي وکولاي شو د پاکستان،ایران او یو شمیر نورو هیوادنو فرهنګي او سیاسی یرغل مخه ډب کړو، تر څو داسی ورته منفی پدیدی د ولس له غولي ټوله شي.
ګرانو افغانانو! د افغانستان وګړی او ولسونه دا حق لری چی په نړیوال ډګر کښي ښه او ډاډه دوستان ولری،د افغانانو له پاره د نورو هیوادو تر څنګ د امریکي متحده ایالاتو د خلکو او مشرانو سره دوستي ښه او د افغانستان د راتلونکي په ګټه تمامیدي شي.
او ددی کار له پاره لازم سیاسي او فرهنګي کار ته اړتیاه لیدله کیږي، ځکه افغانان د امریکي متحده ایالاتو د خلکو او مشرانو سره د دوستي له لاري کولاي شي د نړي د متمدینو هیوادونو په قطار کښي ودریږي، پدی توګه هلیه مند یوو، چی هغه شمیر دوستان چي غواړي پده اړه او لاره کښي د موږ سره مل شي قلمی اړیکي د ټنیګ کړی، تر څو په ګډه سره د هیواد د ځمکني بشپړتیا،ملی واکمني،ملی استقلال، سمسورتیا، پرمختیا، ترقی، سوله، دموکراسي، بیاجوړوني او د فساد په مقابل کښي د ښو چارو له پاره په هره ممکنه برخه کښي نه ستړي کیدونکي خدمتونه تر سره کړو، او دا یوازني او ممکنه لاره دی چی وکولاي شو هیواد مو اباد کړو او افغانستان د روسيي فدارتیف،پاکستان، ایران او سعودی عربستان د اغیزي او تاثیر نه خلاص کړو.
ګرانو دوستانو! زمونږ د هیواد په ډیرو برخو کښي سیاسي معاملي د سیاسي مشرانو لخوا پرته د ملي ګټي څخه د تل له پاره ټنیګ پاتي شوي دي.
نو د همدي دلیل پر اساس د موږ د مبارزی محور یوازی د ایدیالوژی پر ارزښتونو نه دی ولاړ، بلکه موږ په ټولنه کښي کیفي او بنیادي تحولاتو ته نظر لرو، چي د فرهنګ، ټولنه، سیاست او اقتصاد پکښي متمرکز وی، او نه دا چي دا څیزونو وچ درک کړو، او د دګم په سترګه ورته وګورو.
مونږ غواړو تر څو د مبارزي اصلي ځاي د خلکو په منځ کښي ایجاد کړو او د خلکو په منځ کښي د خلکو له پاره خدمت وکړو، زمونږ په نظر ښه دموکراسي همدا دی.
په درنښت، د راتلونکي افغانستان د اداري لخوا.
پست شده در : دستهبندی نشده | 4 نظر

جولای 17th, 2009 at 12:36 ب.ظ
ز هيله لرم چه د تاسو سره مرسته وکروم
د خدا په امان
جولای 17th, 2009 at 1:09 ب.ظ
د راتلونکی افغانستان چلونکی ته ،زه د تاسو سره هم نظره یم چی د افغانستان د ترقی او ابادی له پاره ضروری دی چی د امریکی د خلکو سره خپله دوستی لا ټنیګ ګړوږ
احمد د کابل څخه
جولای 22nd, 2009 at 2:39 ب.ظ
very good
ahmad
آگوست 13th, 2009 at 1:00 ق.ظ
گرانه وروره زه دتاسو سره بالکل موافق یم او دا رشتیا چه دیر علمی او سیاسی تحلیل او روشانه ارزیابی دی. خصوصا د داکتر رمضان بشر دوست چه دتولو افغانانو دوست او دیر صاف او پوه سری دی. زه د تولو افغانو نه هیله کوم چه خپل رای بشردوست ته ورکی.
بادام گل د ارگون شار