پاکستان او ایران د افغانستان او د امریکی متحده ایالاتو ته یو لوی ګواښ دی

توسط راتلونکی افغانستان در تاریخ می 24, 2010 – 1:56 ب.ظ -

 

پاکستان او ایران د افغانستان او د امریکی متحده ایالاتو ته یو لوی ګواښ دی

 

 

دا دوه هیوادونه چی د افغانستان ګاونډی هیوادونه دی د تاریخ په مختلف پړاوونو کی د افغانستان په اموراتو کی مداخلی کړی دی.

ولی دا هیوادونه  دی افغانستان او د امریکی متحده ایالاتو له پاره د ګواښ منبع ګڼل کیږی؟

ایران داسی یو هیواد دی چی د پخوا څخه د اسلامی نړی، خصوصآ د شیعی مسلمانانو د رهبری ادعا لری او د همدی هدف له پاره د اسلامی انقلاب د لیږنی له پاره کار کوی.

ایران د افغانستان پر وړاندی دی دوه مخی سیاست څخه کار اخلی،له یوی اړخه د حامد کرزی د سیاسی ګروپ سره په تفاهم کی قرار لری او د بلی خوا څخه د طالبانو سره مرستی کوی.

ایران ددی مرستی په درشل کی د سړک د غاړی بمونه طالبانو ته په لاس ورکوی چی د امریکایی سربازانو د مرګ او ژوبلی سبب کیږی چی دا په خپله یوه لوی ګواښ دی.

که چیری ایران اتومی سلاح ته لاسرسی پیدا ګړی افغانستان،سیمه او د امریکی متحده ایالاتو ته لوی ګواښ ګڼل کیدی شی.

مګر پاکستان چی په غیر طبیعی ډول جوړ شوی دی او د اسلامی نړی ټول بنسټ پالی ډلی په دی هیواد کی سره راټول شوی .

‌د ذ ‌الفقار علی بوټو له وخته د اسلامی بنسټ پالنی روحیه په دی هیواد کی د یوی استراتژی په توګه ومنل شو، چی د جنرال ضیالحق په وخت کی خپل اوج ته ورسیدل.

په دی وروستیو کی په نړی کی چی کومه تروریستی پیښې کیږی، د هغه کسانو لخوا ترسره کیږی چی د پاکستان سره یوی ډول اړیکی درلودلی.

که څه د نیویارک او واشنګتن حملی وی او یا د افغانستان په دننه کی ځوانمرګی حملی او یا ۲۰۰۸ د مبمبی په ښار کی حمله او یا د ۲۰۰۵ لمریز کال انفجارات په لندن کی او بالاخره ټول هغه تروریستی حملات چی په دی وروستیو کی ترسره شوی .

په نوموړو حملاتو کی په شکل د اشکالو هغه کسانو ترسره کړی چی په پاکستان کی زیږیدلی وو او یا نوموړی هیواد ته سفر کړی و،او یا د اسلامی بنسټ پالو سره پدی هیواد کی اړیکی درلودلی.

نو د شک او تردید ځای نشته چی فصیل شهزاد پاکستانی الاصل د نیویارک د تایمز میدان د ناکام تروریستی حملی تر سره کړی.

پاکستان په ظاهر د امریکی دوست نسبت لبینان، سوریه، اعراق، مصر، اندونیزیا او عربستان چی د مسلمانانو اصلی مراکز دی اصلی ګوښ باندی بدله شوی دی.

په افغانستان کی داسی شرایط رامنځته شو چی په کی د پاکستان وجود ته اړتیا ولیدل شو دا په دی مانا چی پخوانی شوروی پر افغانستان باندی یرغل وکړو اودی همدی علت په وجه پاکستان په نقشه کی پاتی کیدل د اړتیا له کبله په کار وو.

کله چی شوروی ړنګ شو نو په نړی کی د پاکستان نور پاتی کیدو ته هیڅ اړتیاه نه لیدل کیده.

په دی موده کی پاکستان د خپل پایښت له پاره لاس په کار شو او د بده مرغه د ځان د بقا له پاره د ترهګری دنده پیدا کړه.

دا په دی مانا دی چی تر څو ترهګری وی پاکستان باید اووسی، د پاکستانی جنرالانو په اند پاکستان د ترهګری په جګړه کی ژوندی پاتی کیدی شی.

پاکستان په افغانستان کی د ای اس ای په مټ ملا عمر او په صوات کی مولانا فصل الله په نومونو یې بی علمه کسان راپورته کړ.

په دی ټول ترهګریزو جګړو کی بی ګناه ملکی افغانان وژل کیږی، د افغانستان ولسوونه او خلک د امریکی د متحده ایالاتو په مرسته د پرمختیګ په لور درومی او د دغه پروسی ځنډول او د طالبانو او مذهبی سخت دریځو سره مرسته د ای اس ای د ژورو پلانونو څخه ګڼل کیږی.

پاکستان کوښښ کوی د امریکی او پښتنو تر منځ بی اعتمادی او دښمنی پیدا کړی، دوی پښتانه د ناتو ځواکونو پر ضد جنګوی چی ددی موخی څخه پاکستان ګټه پورته کوی.

ای اس ای نړی ته افغانان د سخت دریځو او ترهګرو په نامه پیژنی خو د نیکه مرغه د امریکی متحده ایالات او غربی نړی په زړونو کی د افغانانو له پاره مینه پاتی دی او دا خلک واقعآ غواړی چی د افغانانو د پرمختیګ له پاره زمینه برابره کړی.

په اخر کی باید وویل شی چی القاعده او طالبان د خپل مبارزی په درشل کی غواړی چی د پاکستان اتومی سلاح ته لاسرسی پیدا کړی.

ولی پاکستان دی داسی یو لوی ګواښ باندی بدله شوی دی؟

او د هغه اصلاح څنګه کیدی شی؟

دا چی په راتلونکی کی د نړیوال ناورین مخه ونیول شی باید پاکستان د خپل غیر طبیعی جوړښت له کنله ګواښه کړی شی او پر ځای یی د قومونو اصلی او طبیعی دولتونه ودرول شی.

 

په درنښت د افغانستان راتلونکی اداری لخوا


پست شده در : دسته‌بندی نشده | 0 نظر

نظر بدهید