احمدی نژاد به کابل کښی
توسط راتلونکی افغانستان در تاریخ مارس 16, 2010 – 11:32 ق.ظ -احمدی نژاد به کابل کښی
د حامد کرزی به بلنه احمدی نژاد کابل ته سفر کړی وو، د هغه سفر ښکاره او واضع پیغام د ځانه سره درلوده.
لومړی دا چی احمدی نژاد غرب ته دا ویښودل چی ایران په افغانستان کی د ښه موقعیت څخه برخمن دی.
همداسی حامد کرزی هدف دا وو چی غرب دیته متوجه کړی که چیری دوی په افغانستان کی بی پروایی وکړی نو دا کولای شی چی د منطقوی امکاناتو څخه استفاده وکړی.
نوموړی خبری کنفرانس د پاملرنی وړ دی دا ځکه چی د ایران جمهور ریس احمدی نژاد خبری ټولی غرب ته متوجه وو.
داسی انتظار کیدی چی د ایران واکمن مشر د افغانستان او ایران د اړیکی په باب خبری وکړی.
مګر احمدی نژاد په سپین سترګی د غرب سره په لفظی جګړه د افغانستان د تربیون څخه استفاده وکړه.
هغه د تروریزم اساس او پایه امریکاه وګڼل او ځنیو مواردو کی حتی د افغانستان او ایران مشترک دشمن څخه یادونه وکړ.
هغه د خپل بیانیی په وخت کی داسی احساسول چی ګویا د تهران د ازادی په میدان کی د ایرانی میلشو سره خبری کوی.
ډیر د تاسف ځای دی چی حامد کرزی سوکت اختیار کړی وو، د هغه چوپتیاه د احمدی نژاد د خبرو د تایید په مانا وه.
د احمدی نژاد ډیری خبری د افغانستان د ملی ګټی سره سمون نه درلوده او همداسی اوسنی سیاسی چاپیریال چی د افغانانو استراتیژیکی اړیکی د امریکی متحده ایالاتو سره او کومه حیاتی روابط چی د غرب سره یی لرو د احمدی نژاد خبری او بیانیه باید چی د بهرنیو چارو د وزارت لخوا کنترول او هغه ته د ویناوی اجازه ورکړی شوی وای.
ځکه د افغانستان دیپلوماسی دستګاه ددی بیانیی د پروتوکول د جوړولو مسولیت پر غاړه درلوده.
سوال دادی چی دوی څرنکه دا پرتوکول تنظیم کړی وو چی احمدی نژاد د افغانستان د تربیون څخه په استفاده زمونږ د دوستانو پر ضد ناوړه دریځ یی خپل کړ او د دیپلوماتیک عرف نه په غیر داسی غیرمسولانه خبری وکړی.
د افغانستان ولس او خلک هغه کوم تریخ خاطرات چی د سفید سنګ او تله سیاه په کمپونو کی د افغان مهاجرنیو سره د ایرانی چارواکو لخوا تر سره شوی تر اوسه ندی هیر کړی.
د مهاجرنیو بی رحمانه وژنه په شیراز، اصفهان او د ایران په نورو ښارونو کی او د هغوی اخراج د ایران څخه د ژمی په موسم کی چی د مهاجرنیو د مرګ او ژبلی سبب وګرځیدی د افغانانو څخه ندی هیر.
پدی وروستو کی د افغانستان پارلمان ایران ته په یوه سفر تللی ویل چی هغوی د ایران په محبسونو کی د ۳۰۰۰ زرو افغانانو د اعدام په هکله د افغانستان پارلمان ته معلومات ورکړی چی حامد کرزی ته لازم وو چی د خپل خبرو په درشل کی د احمدی نژاد سره ددی موضوع څخه یادونه کړی وای.
په اخر کی باید وویل شی چی ایران د افغانستان په چارو کی همدا اوس په ښکاره او پټه توګه په افغانستان کی لاس وهنه کوی او د دولت مخالفینو ته وسله او مالی امکانات برابروی.
د ایران دومخی سیاست د افغانستان پر وړاندی د زغم وړ ندی، هغه کوم تلاښ چی د امریکی متحده ایالاتو لخوا په افغانستان کی د سولی او ثبات له پاره په کار اچول شوی ایران د هغه مخالفت کوی او بلی خوا څخه د دوستی ادعا کوی.
ایران د تاریخ په درشل کی هیڅ وحت د افغانستان د خلکو دوست نه ول او نشی کیدی. په درنښت د راتلونکی افغانستان اداره.
پست شده در : دستهبندی نشده | 0 نظر
