د ګران هیواد د مشرانو د پام وړ
توسط راتلونکی افغانستان در تاریخ فوریه 19, 2010 – 8:40 ق.ظ -
د ګران هیواد
د مشرانو د پام وړ.
یو رهبر له نورو اوري ځکه چې د هغوی لیوال او غمخواری دی، مشران او رهبران خپلو شاوخواو کسانو ته د اوریدلو او غوږ نیولو له لاری خپل درناوی ورښیي .
که په رښتیاه سره یو شخص د بل درناوی کوی، د هغه خبرو ته غوږ نیسي، هغه مشر یا ریس چي په رښتیا غواړی په خپله اداره کښی په کارمندانو او مامورینو اغیز او نفوذ ولری، نوغوږ ورته یږدی .
د بیلکی په توګه کله چی څوک له مونږ سره خبری کوی، مونږ ددی پر ځای چی خبرو ته یی ځیر شو او دقیق غوږ کیږدو، د ځان د دفاع په لټه کښی وو چی څنګه وکړی شو خپل نظرونه ورته سمه ثابت کړو.
مونږ د هغه خبرو ته پاملرنه نه کوو، ځکه مونږ په دی بوخت وو چی څنګه کولی شو قوی ځواب ورکړو.
خو که چیرته وغواړو چی له خلکو سره تړلتوب ولرو نو د اوریدو روحیه باید ولرو او د داسی زړه لرونکی شو چی( زه هڅه کوم پوه شم چی تاسو څه ویل غواړی.)
یو ښه رهبر په ستره سینه اوری او ژبه یی په خپل کنټرول کښی وی، هغه نه غواړی چی سملاسی د یو چا خبره ورلنډه کړی او خپله شخصی کیسه پیل کړی او یا بی له دی چی مقابل لوری یی خبری بشپړي کړی هغه مشوره، قضاوت او یا خپل شخصی نظر څرګند کړی.
مونږ ددی ټولو په خاطر خپله پاملرنه او ځیرتیا د یو بل شخص په لور ور اړو چی د هغه حیثیت او شخصیت ته ارزښت قایل یوو او هغه درک کړو.
که څوک ونه شی کړی چی هغه نور چی له دی سره خبری کوی درک کړی، په خقیقت کښی ده ورته غوږ نه وی ایښی او د مشرتابه یا رهیریت اغیز یی کمزوری دی،
ددی له پاره چی له چا سره همدردی ولرو او د زړه خواله ورسره وکړو، باید نه یوازی دا چی په غوږ بلکی په خپل ټول زړه او سترګو ورته غوږ ونیسو.
خو اکثره خلک په دی نیت نورو ته غوږ یږدی چی درک یی کړی، بلکی په دی نیت ورته غوږ یږدی چی ځواب یی ورکړی.
د هغوی دی ته پام وی چی د نورو خبری د خپل لید لوری له مخی حلاجی کړی او ددی له پاره نورو ته غوږ نه یږدی چی لید لوری او نظر یی وپیژنی.
ښه رهبر هغه څوک دی چی د زده کړی لیوال وی، هغه پوهیږی چی نشی کولی ټولی قضیی ووینی او د یو مطلب ټولی بیلا بیلی زاویی په پام کښی ونیسی له همدی کبله هغه تل هڅه کوی چی ډیر څه زده کړی.
هغه پوهیږی چی د پوهی او هوښیارتابه او یا د مسایلو ټولنیز انځور تر لاسه کولو اساسی لاره داده چی نورو ته غوږ ونیسو او له هغوی څخه څه زده کړو.
هوښیار هغه دی چی اوریدونکی غوږونه لری او د اوریدو له لاری خپله پوهه زیاتوی.
ډیری خبری کوونکی تخم کری او غلی یا خاموش انسان یی لو کوی.( اقلیدوس)
ښه غوږ نیول یاد کړو، کله کله فرصتونه ډیر په کرار راځی.
ویندویی یو مهارت او غوږ نیول یو هنر دی.
رهبران باید له خپلو غوږونو ډیر کار واخلی نه له خپلو سترګو، هغه چی مهم دی ستاسو د سترګو او دید روښانتیا او روڼتیا نه ده، بلکی ستاسو د زړونو روښانتیا یا وضاحت او د غوږونو صفایی ده.
ښه ډالی چی تاسو غواړی نورو ته یی ورکړی هغه دادی چی په پوره ځیرتیا سره د هغوی خبرو ته غوږ کیږدی.
په درنښت
د راتلونکی افغانستان اداره
پست شده در : دستهبندی نشده | 1 نظر

آوریل 2nd, 2010 at 4:45 ق.ظ
HRgy8R iocqvmagvqps, [url=http://caxsuoynroob.com/]caxsuoynroob[/url], [link=http://xlzusdyurjhz.com/]xlzusdyurjhz[/link], http://gdgbhvihrzsk.com/