ښه او بد طالبان څوک دی؟

ښه طالب هغه دی چی اوسنی سیاسی چاپیریال درک کړی ،او د هغه څخه د افغانستان د ملی ګټی پر بنسټ عمل او استفاده وکړی، په ښکاره ډول خپل ملی دریځ اعلام کړی ، او د پاکستان د استخباراتو پر وړاندی ملی چلند غوره کړی، د القاعدی پر وړاندی د مبارزی هوډ غوره کړی، او د انتحاری حملو پر وړاندی اسلامی فتوا صادر کړی د افغانستان ملی ګټی ته وفادار پاتی شی او ملی یووالی ته ژمن وی، او د جګړی څخه لاس واخلی نو هغه ښه طالب دی
هر څه له پوځی لارې د د هغه وسله والو طالبانو ( بد طالبان ) چی د پاکستان د استخباراتو په لمسون په افغانستان کی تروریستی کړنی تر سره کوی او نورو بنسټ پالو ټکول او له منځه وړل د افغانستان د اولس د ګټو سره سمون لری ، او یواځنی چاره د افغانستان د دولت د دښمنانو سره په مبارزه کی پر هغوی باندی نظامی فشار دی، چی ددی سره سم پاکستان او ایران لاسونه به لنډ کړی شی. ځکه د ګاونډیانو لاسونه ډیره د همدی وسله والو مخالفانو له لارې په افغانستان کی اوږده شوی دی، او که افغانانو وکولای شی د ناتو همکاری په دی برخه کی راجلب کړی دا به ستر بریا وی ،ځکه د افغانستان د دولت مخالفان د افغانستان د ملی ګټی پر وړاندی د نورو په لمسون په سیمه کی لوبیږی، یو شمیر داسی اټکل کوی، چی د پوځی له لاری د هغه طالبانو چی د پاکستان د ګټو پلویان او د اسلامی بنسټ پالو له منځه وړل د امکان څخه لیری خبره ده، چی زما په اند دا نظریه د پاکستان او ایران د چارواکو او د استخباراتو کړیو له لاری د افغانستان په دننه او بهر کې تبیلغیږی ، او د ګاونډیانو په مالی مرستی د هیواد په دننه او بهر کی تبیلغی کار ورته ښه په درز کې روان دی .
په دی ډله کی شته د ګوتو شمیر داسی کسان چی د ناپوهی له وجې داسی فکر کوی، چی ګواکی طالبان او اسلامی بنسټپالو د ازادی پتنګان دی، چی په حقیقت کې دوی د آزادی نه بلکې د مریتوب ډیر ټکړه استازی دی. ،د بلی خوا څخه یو شمیر د افغانستان په روانو چارو کی د سولی د پروسی د کامیابیدو د پاره د د دولت د مخالفانو سره جوړ جاړی ملی ګڼی او د هغه څخه ملاتړ کوی ، د سولی کلمه خو د افغانانو د پاره د سره زر په مانا دی ا و افغانانو د سولی تږی دی ،هر افغان هر چیری چی اوسیږی د سولی او ارامی ملاتړ دی، که چیری په دی وروستو کلونو کی دیته پاملرنه وکړو چی د سولی په بهیر کی د سیمه ییزو جرګو د جوړیدو نه نیولی بیا د حضرت صبغت الله صاحب د سولی د جرګی هلی ځلی او بیا وروسته د ربانی صاحب د سولی د کمیټی جوړیدل څخه یادونه وکړو، نو په دی کلونو کی د افغانستان د بودجی او د دوست هیوادو د مرستو څخه ځومره مالی لګښت شوی، او نتیجه یی ټولو ته ښکاره دی .هر کله چی د افغانستان د دولت ريیس د سولی په خاطر خپل لاس اوږد کړی ، د پاکستان او ایران لخوا ورته په ځوانمرګو حملو ځواب ورکړ شوی دی.
ایا دا طالبان او اسلامی بنسټ پالو چی د نورو په اشاره د افغانستان د اوسنی مشروع دولت پر وړاندی جنګیږی خپله د یوی ورځی د مالی او لوژیستکی مصارفو وس لری؟ ښکاره دی چی نه یی لری، او په نورو هیوادونو یانی په پاکستان او ایران او نورو سیمه بیزو هیوادونو باندی متکی دی ، دوی د افغانستان د ازادی او یا د افغانانو د برم او عزت د پاره نه جنګیږی ،بلکی د افغانانو اصلی دښمنان د اسلام په جامه کی همدا ډلی دی، چی د پنجاب او فارس په اشاره لوبیږی ، نو د افغانانو د پاره لازمه کار چی پاتی کیږی د دوی پر وړاندی جګړه او مبارزه دی ،دوی باید د پوره ماتی سره مخامخ شی، ځکه د دوی ماتی په افغانستان کی د د ترقی او پرمخټګ لامل کیدی شی .
پاتی شو هغه طالبان او نور وسله وال مخالفین چی د افغانستان ملی ګټی ته خپل وفاداری په عمل کی ښکاره کړی هغه که د قطر د دفتر او یا د نورو منابعو له لوری وی باید د هغوی چی د پاکستان او د ایران پلویان او تروریستان دی جلا وګڼل شی
زما په اند له پوځی لاری پر هغه وسله والو طالبانو چی د ای اس ای له لوری تمویلیږی او نورو بنسټ پالو چی د اسلام تر چتر لاندی د اسلام د مبارک دین څخه ناوړه ګټه پورته کوی او د اسلام د بدنامی په خاطرد افغانستان د ګټو پر وړاندی د ګاونډیانو په لمسون جنګیږی. ایا د مسلمان له لوری پر مسلمان یرغل کول هغه هم د لمونڅ په وخت کی روا دی؟ باید پر طالبانو او اسلامی بنسټپالو نظامی فشار وراد کړی شی تر څو دوی په ټولنه کی تجرید کړی شی، ځکه دا اوس د انتحاری حملو او د مشرانو په وژنه دوی په ټولنه کی د ډار او وحشت فضا حاکمه کړی دی، نو ددی وضعی څخه د خلاصون لاره جګړه دی ،او هغوی چی د افغانستان اساسی قانون منی او د ښځو حقوق ته درناوی لری د دوی پر وړاندی د افغانستان د دولت او د دوست هیوادونو له لوری هیڅ ډول خنډ پر دوی نشته دی ،او داسی افراد او ډلی چی ځانونه د افغانستان د ملی ګټی پر وړاندی مسوول ګڼی ، د افغانستان دولت د هغوی پر وړاندی د ښه چلند څخه کار اخلی، په هر صورت سوله ښه شی دی .
په هغه صورت کی چی د افغانستان ملی ګټی زیانمن نه کړی ، د لته په افغانستان کی هر یو هیواد ځانته ګټی لری او د خپلو ګټو د پاره په افغانستان کی مبارزه کوی ،دادی د سولی خبری اوس د عربانو لخوا نه کیږی ،په دی وروستو کلونو کی سعودی عربستان د سولی په بهیر کی هلی ځلی کول او یو څه نتیجه یی هم معلوم وو، مګر د پاکستان د ملی ګټو سره سمون نه درلود، هماغه وو چی د سولی بهیر کومه مطلوبه نتیجی ته و نه رسید یو شمیر ګواکی داسی فکر کوی چی د پاکستان له لوری د سعودی عربستان ګټی په افغانستان او سیمه کی خوندی کیدی شی دا به اشتباه وی ،ځکه د سعودی عربستان او د قطر او امریکی ګټی د پاکستان ګټی سره سمون نه لری دا اوس د پاکستان د لومړی وزیر سفر قطرته د افغانستان په چارو کی د لاسووهنی په مانا دی او پاکستان نه غواړی چی د افغانستان څخه لاس په سر شی ،او طالبان هم ښکاره دریځ نلری. د بلی خوا څخه د دولت په بدنه کی د جنګی جنایتکارانو ګډون او کمزوری مدیریت بله ستونزه دی چی د افغانستان د وګړو درد یی ډیر ګړی دی همداسی د اپوزسیون تر نامه لاندی د ایران لاسپوځی په هیواد کی د ستوزو یو لامل ګڼل کیدای شی نو په داسی یو حالت کی د سولی اوسنی بهیر چی د امریکی له لوری پر مخ وړل کیږی نتیجه به ښه نه وی ځکه د افغانستان اصلی استازی د سولی په بهیر کی ګډون نه لری چی تر اوسه داسی یو جریان چی هغه وکولای شی د افغانانو د ګټو استازیتوب وکړی د افغانستان په سیاسی ډګر کی ندی رامنځته شوی
امان الله عمر

یک فکر در “ښه او بد طالبان څوک دی؟”

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>