نوی حکومت او وظایف
توسط راتلونکی افغانستان در تاریخ نوامبر 11, 2009 – 10:15 ق.ظ -نوی حکومت او وظایف
د ټاکنو د مستقل کمیسیون پریکړه ډیر پر ځای پریکړی دی، چی نوموړی پریکړی وکولای شو چی د افغانانو هغه تلوسه او د خپل ولس مشر معلومول وه پای ته ورسیده چی د اساسی قانون له مخی هم اصولی ده.
ولسمشر اوباما په سپینه ماڼی کښی یو خبری کنفرانس ته وویل هغه لاری هڅول چی له مخی یی د ټاکنو مساله حل شوه،اوباما وویل ما ولسمشر ته ټنیګار وکړ چی د امریکا خلک او ټوله نړیواله ټولنه غواړی له ده او دده له حکومت سره په دوستی په افغانستان کښی پرمختیګ او امنیت رامنځته کړی، خو ما ټنیګار وکړ چی باید د وخت یو داسی شبیه دی چی د ښه حکومت کونی، د فساد له منځه وړنی په اړه لانورو جدی هلوځلو د افغان امنیتی ځواکونو د روزنی چټیګتیا له پاره ګډی هڅو او نوی پړاو پیل کړو، چی له مخی افغانان وکولی شی د خپل ځان امنیت ونسې.
زما په اند او فکر اوس باید یو قوی حکومت جوړ شی چی د امریکی متحده ایالاتو او بین المللی ټولنی سره د یو ښه شریک په حیث د افغانستان د ستونزو د حل له پاره قابلیت، اهلیت او صلاحیت ولری تر څو د بین المللی ټولنی سره یو ځای ملی او منطقوی ستونزی د قانون پر بنسټ حل و فصل کړی شی.
دا یوه ښه او معقوله لاره دی چی افغانانو د امریکی او بین المللی ټولنی سره یو ځای ځان د لوږی، فقر او وروستی پاتی والی څخه وژغوری، او دا ستراتژی د حکومت د وظایفو څخه ګڼل کیږی او همداسی د ټولو افغانانو دنده ده چی یو او بل ته د مرستی او وحدت لاسونه ورکړی او امنیت او سراسری سولی له پاره جدی ګامونه پورته کړی.
ثانیا، داسی یو حکومت جوړ کړی شی چی د امریکی متحده ایالاتو او بین المللی ټولنی مرستی ته د قدر په سترګو وکتل شی او داسی عمل ترسره کړی شی چی د افغانانو بین المللی دوستان ورباندی اعتماد ولری.
د یو غښتلی کاری کمیټی چی په وطن زړه سواند وی کولای شی د یو مترقی پلان په درلودلو دا کړنلاری ته عملی بڼه ورکړی.
داسی حکومت دی جوړ کړی شی چی بین المللی ټولنی ته قناعت ورکړی چی کولای شی اداری فساد له منځه یوسی.
همداسی دا حکومت دنده لری چی د مخدره موادو کښت او د قاچاق د محو کولو له پاره ټنیګ او فوری اقدامات وکړی.
تر څو دا تور داغ د افغانانو له لمن څخه پاک کړی شی، دا ځکه د جکړی یو علت همدا بدبختی ده چی القاعده او طالبان د مخدره موادو د تجارت له کبله ګټه پورته کوی.
حامد کرزی د افغانستان جمهور ریس هغه لوړ پوړی چارواکی چی د مخدره موادو په قاچاق او اداری فساد لاس لری او په هیواد کښی د بدبحتی او د حکومت د شکست سبب جوړ شوی د خپلو دندو څخه لری او جنګی جنایتکاران څارنوالی او محاکمو ته دی معرفی کړی شی.
زما په اند نوی حکومت مکلف دی چی د فوق الذکر موادو پر وړاندی عملی،جدی، صادقانه او مطمین ګامونه پورته کړی.
د افغانستان سیاسی فضا مثبت لوری ته د حرکت په حال دی، د ترقی، پرمختیګ او دموکراسی دښمنان د ګاونډیانو او د منطقی هیوادونو په اشاره غواړی د افغانستان سیاسی فضا خړه پړه کړی،نوی حکومت ته پکار دی پدی اړوند هوښیارانه چلند وکړی تر څو ملی وحدت ته تاوان ونه رسیږی.
په اوسنی روان حالت کښی د افغانستان په اړه د امریکا په ژمنتیا کی بدلون نه دی راغلی او دا چی امریکا به مخ پر وړاندی تګ ته دوام ورکړی چی افغانستان ته یو خوندی راتلونکی ډاډمن کړی.
د افغانستان خلک شاهد دی چی د امریکی متحده ایلاتو زړه ور او بشردوست بچیان د بین المللی ټولنی سره یو ځای په افغانستان کی د تروریزم او القاعدی پر وړاندی خپل ځانونه قربانوی چی د افغانستان ولسونه او خلک قدر دان خلک دی او پدی قدر باندی پوهیږی.
د دولتی او حکومتی پلانونو پر بنسټ ایران، پاکستان او د منطقی هیوادونو غواړی په افغانستان کی جګړه او جنګ اوږده او دوامداره کړی د دوی په فکر او اند غواړی بین امللی ټولنه او ناتو په افغانستان کی د ماتی سره مخامخ کړی، پداسی حال کی چی د افغانستان خلکو ته القاعده او تروریزم د زهر په شان دی او زمونږ خلک د دوی څخه کرکه او نفرت لری.
د افغانانو له پاره د امریکی متحده ایالاتو او د ناتو دوستی یو تل پاتی افتخار ګڼل کیږی او دا دوستی افغانان د ترقی او پرمختیګ خواته وړی.
د راتلونکی افغانستان اداره
پست شده در : دستهبندی نشده | 0 نظر
