» 2009 » دسامبر

د افغانستان په اړه د امریکی نوی استراتیژی

نوشته شده توسط راتلونکی افغانستان در تاریخ دسامبر 18, 2009 – 4:28 ب.ظ -

 

ښاغلی اوباما د امریکی جمهور ریس د تلویزون له لاری د افغانستان په اړه خپله استراتیژی اعلام کړه.

هغه خپله استراتیژی په دریو برخو کی بیان کړ چی د عسکرو د وتلو نیټه د ۲۰۱۱ د جولای میاشت ښودل شوی دی.

زما په اند له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو نیټه چی ولسمشر اوباما د ۲۰۱۱ د جولای میاشت ښودلی، عملی نه بولم،ځکه په استراتیژی کی د جګړی د کټلو له پاره نوی مفکوره او پلان نشته، تر ټولو بده خو یی دادی چی ددغی نیټی له ټاکلو سره طالبان او القاعده د جګړی د دوام جرت پیدا کړی او دا ځکه چی دوی فکر کوی چی امریکا په افغانستان کی له وسله والو سره د اوږدی مودی د جګړی حوصله او زړه نلری د نیټی ټاکل له بده مرغه په سیمه کی د خلکو هغه مفکوری تقویه کاندی چی وایې امریکا په افغامستان کی د پاتی کیدو توان نلری.

که چیری داسی انګیرل شوی وی چی د عسکرو ایستل په حقیقت کی د افغانستان او پاکستان په حکومتونو باندی فشار اچول وی چی د بهرنیو قواوو ماموریت دی هغوی په خپله په غاړه واخلی.

زما په اند او نظر دا به څو کاله ونیسی تر څو په افغانستان کی د امریکایی عسکرو زیاتوالی یو څه بدلون روالی، چی په هغه کی په زیات شمیر د افغانی قواوو روزل، په وسلو سمبالول،مشوره ورکول او سیمو ته لیږل، ټول هغه کارونه دی چی په لږ موده کی نه بشپیړیږی.

که چیرته بارک اوباما د دوهمی دوری له پاره هم د امریکی جمهور ریس پاتی شو، نو هغه څه موده وړاندی دا په ډاګه ویلی و، هغه نه غواړی چی دا جکړه د امریکا راتلونکی جمهور ریس ته پریږدی.

دا به د هغه له پاره ډیره لږه موده وی چی په ۷ کالونو کی د افغانستان نه د عسکرو رواستل به ډیره لږه موده وی

زما په باور د محترم اوباما ستونزه دا نه وه چی د استراتیژی په اړه یې د اوږدی مودی له پاره زړه نا زړه خبری کولی، بلکی ستونزه یې دا وه چی ددی استراتیژی نتیجه یې سمه تشریح نکړی شوه، دی د یوه سیاست وال په توګه وینا کوله او د خپل ګوند د غړیو خیال یې ډیر وساته او د وسله والو ځواکونو د اعلی قوماندان په ژبه یې خبری ونکړی چی څنکه به په قوی اراده او عزم دا خونړی جګړه وګټی.

اوباما وویل د افغانستان له جکړی سره د امریکا امنیت تړلی دی خو د وتلو د نیټی په ټاکلو سره یې داسی وښودله چی دی جګړی ته یې بی حوصلی دی.د پیکنګ او مسکو له چارواکو نیولی د سومالی د سمندری غلو او د ایران تر ظالم مشرانو ټول په افغانستان کی د امریکی هلی ځلی څاری او د امریکی په اړه خپل وروستی قضاتونه په افغانستان کی د واشنګټن په بریالیتوب او ناکامی پوری مربوط ګڼی.

د نړی ستر پوځی ځواکمن هیواد ناکامی د داسی ډلی په وړاندی چی نه هوایی ځواک لری، نه سټلایټ، نه تجهیزات او نه هم په جکړه کی نظم، د امریکا قدرت به په نړیواله سطحه را برسیره کړی په تیره بیا چی د نړی تر ټولو ستر پوځی ټړون  یعنی ناتو یې هم څنګ ته ده.

په نړی کی د یو قطبی جګړی وخت پاتی رسیدلی دی خو په افغانستان کی به له ناکامی سره د یو قطبی ځواک د له منځه تلو سند رسمی لاسلیک شی.

لکه څرنګه چی شوروی امپراطوری په افغانستان کی د ماتی سره مخامخ شو او د هغه هیواد د دړی وړی کیدو سبب شوه.

ممکن په افغانستان کی د امریکی له پاره ماتی ددغه ستر هیواد د دړی وړی کیدو سبب شی.

دلته د پوځی واک خبره ندی، امریکا په نړی کی د فاشیزم، استبداد سره د مقابلی مرکز بلل کیږی او د هغو روژیمونو سره د مبارزی په سر کی ولاړ ده چی تیری کوی او عدالت نه تامینوی.

نو په افغانستان کی له ماتی سره که چیرته دغه موقف بایلی بیا کله هم په نړی کی کوم هیواد ددغه موقف د تر لاسه کولو له پاره را وړاندی نشی.

بل لور ته په اسلامی نړی کی د امریکا د موقف خبره ده په اسلامی نړی کی د القاعدی شبکی د پاکستان نه پرته ملاتړ ډیر کم دی  د ناکامی په صورت کی د القاعدی او طالبانو د شبکی مشران به د غښتلو اتلانو په ځیر راځرګند شی چی له دی سره په هغو نړیوالو ارزښتونو ته سخته زیان واوړی چی امریکا د هغوی له پاره هڅی کولی همداسی امنیتی تهدید به هم زیات شی.او د ایران مستبد رژیم به پیاوړی شی او دغه هیواد ته دا زمینه مساعده شی چی خپل اتومی پروګرام پراخ کړی چی له دی سره به نړیوال ټولنه تهدید شی.

کومه نیټه یا چوکاټ چی اوباما دی جګړی ته ټاکلی یو سیاسی چوګاټ دی نه عملیاتی.

دا سمه ده چی نورو عسکرو په استولو سره د جګړی لوری بدل شی او ښی نتیجی به ولری خو خلک داسی انګیری دا کار ددی له پاره کیږی چی د ۲۰۱۰ کال کی د امریکی د جمهوری ریاست د منځنی دوری له انتخاباتو مخکی یې باید نیټی څرګندی شی او د عسکرو وتل به د جمهوری ریاست د انتخاباتو کمپاین پر مهال پیل شی.

 

همداسی د امریکی جمهور ریس وویل چی دا به د ملکی استراتیژی له پاره ډیر ګټور وی او په دی سره به د افغانستان حکومت هم د یوه ښه امنیت نه ګټه واخلی.

د افغانستان سره د مرستو پر سر د شرایطو وضع کول تر ټولو ښه لاره ده، او پدی سره افغان حکومت وهڅیږی چی په افغانستان کی د فساد پر وړاندی مبارزه او ددی مبارزی په درشل کی ښه حکومت داری وکړی.

د افغانستان پر حکومت باندی د کنترول تر ټولو ښه لاره د نړیوالی ټولنی د مرستی دی، ځکه چی د افغانستان د حکومت قابو ټوله بودیجه همدغه ټولنه ورکوی.

چی ددغی موضوع له پاره پخوا هیڅ کار ندی اخستل شوی.

د استراتیژی دریمه غټه موضوع د امریکا او پاکستان تر منځ د مشاراکت مسله دی.

چی دا هم لړزیدونکی دی، د پاکستان سیاست مداران او پوځیان پدی باور دی چی هند یې اصلی دښمن دی او د دیورند د کرغیړنی کرښی او د کشمیر د سیاست تر تاثیر لاندی د طالبانو ملاتړ د دوی استراتیژی دی ځکه هغه ترهګر چی په افغانستان کی پر ناتو او امریکایې ځواکونو باندی حملی او عملیات تر سره کوی هغوی ته د پاکستان پوځ څه نه وایې او دا یوه لویه ستونزه دی چی جمهور ریس اوباما پری  خبر دی

جمهور ریس بارک اوباما په خپلو ساده الفاظو ( کار به ختموم) کی یې و نه شو کړی د امریکا دښمنانانو ته وښې چی د موجودو ستونزو د حل توان لری.

د امریکی جمهور ریس محترم اوباما ویلی مونږ د هغو تروریستی ډلو د پټیدو ځایونه نشو زغملی چی ځایونه او اهداف یی ټولو ته معلوم وی.

د القاعدی او د طالبانو د پټیدو ځایونه د سیمی او ټول نړی امنیت یې په خطر کی اچولی او دا د ډیر اهمیت وړ دی چی له منځه یووړ شی.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس ویلی، په افغانستان کی د نړیوالو قواوو ناکامی به پدی مانا وی چی طالبان د دغه ملک په ډیره برخه حاکم شی، هغه وایی ددی امکان شته چی د طالبانو تر واک لاندی سیمی یو ځلی بیا د القاعدی په پناه ځایونه بدل شی.

دا پدی مانا دی چی د تندروانو بری به القاعده لا قوی کړی او د دوی د عملیاتو د تمویل، جلب او جذب له پاره زمینه برابره کړی.

زما په اند که ځواکونه هر څومره ډیر شی بیا هم ستونزه تر هغو هواره نشی چی نړیواله ټولنه انکشافی کارونو ته په افغانستان کی لومړتیوب ورنه کړی د افغانستان د امنیت د تامنیدو له پاره په کار دی چی افغانانو ته کار پیدا شی.

د راتلونکی افغانستان اداره


پست شده در موضوع: دسته‌بندی نشده | 0 نظر »