Archive for آگوست, 2009
د ټول ټاکني دویمه پړاو
نوشته شده توسط راتلونکی افغانستان در تاریخ آگوست 11, 2009 – 12:59 ب.ظ -د ټول ټاکني دویمه پړاو
ځني سیاسي مفکرین پدی اند دي چی په ګران هیواد افغانستان کښي د جمهوری ریاست ټاکني دویم پړاو ته اوړی.
ایاداسي امکانات وجود درلودلي شي چی د لمړی پړاو رايي به د دوو کاندیدانو باندی وویشل شي؟
دا چی لیدل کیږی اشرف غنی احمدزی تر ټا کني مخکي احمدکرزی ته د ټاکني څخه به تیر نشي، چی دا دلیل کیدی شي چی ټاکني دویم پړاو ته به پاتی شي.
زما په عقیده د دموکراسي د اصولو پر بنسټ په روانو ټاکني کښي د کلیوالي خلکو ونډه ډیره ضروری دي، پرته د دوی نه دموکراسي کومه مانا نلری.
دا چی اکثریت روښنفکران ښاری ژوند لری او دا قشر د افغانستان په لوی ښارونو کښي اوسیږي، چی د نوموړی قشر تاثیر او اثر په لوی ښارونو کښي محسوس او څرګند دی.
په لوی ښارونو کښي د بزګرانو زامن، کسبګرو، معتلمین، محصلین، استادان او تعلیم یافته ښځي ژوند کوی او دوی اکثریت د سیاسی شعور خاوندان دي، نو دوی ته دا چانس برابر شوی چی په راروانه ټاکني کښي ښه ځیر او فکر وکړی او خپل ملي ګټی ته وفادار پاتي شي.
ځکه په لوی ښارونو کښي امنیت شته او ښاری وګړو ته د رايي اچولو له پاره څه ستونزي نشته.
د بلخوا څخه هغه کوم خلک چی کلیوالی ژوند لری او د جګړی دروند بار د دوی په ژوند کښي په جبری توګه د دوی په اوږو او املا باندی ایښودل شوی دوی په ورځنی ژوند کښي سیاسي شعور ته لاسرسي موندلي دی چی د دموکراسي پر اصول دوی باید رايي ورکړی.
ځکه دوی علاقه او غوښتنه لری چی خپل کاندید ته رايي ورکړی او د ټولنی سرنوشت وټاکي.
همداسي په راروانه ټاکني کښي د کابل د ښار اوسیدونکي رايي ډیر مهم ګڼل کیږی،ځکه تقربیا پنځه (۵) میلون خلک د کابل په ښار او اطراف کښي استوګن لري.
دا ټاکني ملت ته نوی روحیه وربخښي چی نوي تجرپی ته ورداخل شي، ځکه دا تجربي دموکراسي ته وینه تزریقوي.
تر څو هیواد وال راتلونکي ته هیله مند اووسي.
دا تجربي ځوانانو ته د دموکراسي روحیه ورکوی،ځکه ځوانان د یوی ټولنی عمده برخه تشکیلوي،باید په تاسف سره یادونه وکړم چی زمونږ ځوانان او نوی نسل وزګار او د بیکاري څخه رنځ وړی.
چي په ټاکني کښي د دوی ونډه خورا مهم او دروند دي، چی دوی ته لازم دي چی د رايي ورکولو په وخت کښي د ډیری پاملرنه څخه کار واخلي.
اصلی مطلب دادی چی د زمری په ټاکنی کښی وګړی او ولسوونه د اشرف غنی احمدزی، احمد کرزی او رمضان بشر دوست پر شاوخوا راغونډیږي، دا چی په راراونه انتخاباتو کښي د خلکو روحیه يو څه کمزوری ښکاری او د زوږ او شور سره مل ندي نو ویلي شو چی ټاکني دویم پړاو ته پاتي کیږي.
د ریاست جمهوری ټول کاندیدان د طالبانو پر وړاندی واضع او ښکاره دريځ نلری او د بلي خوا څخه طالبان ګواښ کوی.
زما په اند په راروانو ټاکني کښي برجسته کاندیدان نشي کولي چي یوپنځوس(۵۱) رايي وګټی نو ټاکڼي خامخا دویم پړاو ته ورداخلیږي.
که چیري داسي وشي چی انتخابات دویم پړاو ته پاتي شي دلته د دولت مشروعیت تر پوښتني لاندی راځي.
ستره محکمه کرزی ته دری میاشتي ریاست تمدید کړلو نو بیا دا کار نشي کیدي.
نو څه باید وشي؟
ایا کرزی بیا د چل او فریب څخه کار اخلي؟
د کرزی د ریاست د مودی تمدید به هیڅ مشروعیت ونلری او ملت ته به د کرکي سبب وګرځي.
زما په اند قانونی چلند ته اړتیا لیدله کیږی هغه دا چی یوه مستقله کمیټه د ایجاد شي او واک دا کمیټي وسپارل شی، دا کمیټه به اجراییوی وی او اختیار به ولري چي جنګي مجرمان محاکمی ته وسپاری نو دا کمیټه به ضرورت نلري چی د چا اجازی او منظوری ته منتظر پاتي شي، ځکه پارلمان،کابنیه او کرزي د جنګي مجرمانو او د مخدره موادو قاچاقچیانو څخه حمایت کوی.2009 د اګست یوولسم (۱۱)
پست شده در موضوع: دستهبندی نشده | 0 نظر »
