پاکستان او ایران د افغانستان او د امریکی متحده ایالاتو ته یو لوی ګواښ دی
پاکستان او ایران د افغانستان او د امریکی متحده ایالاتو ته یو لوی ګواښ دی

دا دوه هیوادونه چی د افغانستان ګاونډی هیوادونه دی د تاریخ په مختلف پړاوونو کی د افغانستان په اموراتو کی مداخلی کړی دی.

ولی دا هیوادونه  دی افغانستان او د امریکی متحده ایالاتو له پاره د ګواښ منبع ګڼل کیږی؟

ایران داسی یو هیواد دی چی د پخوا څخه د اسلامی نړی، خصوصآ د شیعی مسلمانانو د رهبری ادعا لری او د همدی هدف له پاره د اسلامی انقلاب د لیږنی له پاره کار کوی.

ایران د افغانستان پر وړاندی دی دوه مخی سیاست څخه کار اخلی،له یوی اړخه د حامد کرزی د سیاسی ګروپ سره په تفاهم کی قرار لری او د بلی خوا څخه د طالبانو سره مرستی کوی.

ایران ددی مرستی په درشل کی د سړک د غاړی بمونه طالبانو ته په لاس ورکوی چی د امریکایی سربازانو د مرګ او ژوبلی سبب کیږی چی دا په خپله یوه لوی ګواښ دی.

که چیری ایران اتومی سلاح ته لاسرسی پیدا ګړی افغانستان،سیمه او د امریکی متحده ایالاتو ته لوی ګواښ ګڼل کیدی شی.

مګر پاکستان چی په غیر طبیعی ډول جوړ شوی دی او د اسلامی نړی ټول بنسټ پالی ډلی په دی هیواد کی سره راټول شوی .

‌د ذ ‌الفقار علی بوټو له وخته د اسلامی بنسټ پالنی روحیه په دی هیواد کی د یوی استراتژی په توګه ومنل شو، چی د جنرال ضیالحق په وخت کی خپل اوج ته ورسیدل.

په دی وروستیو کی په نړی کی چی کومه تروریستی پیښې کیږی، د هغه کسانو لخوا ترسره کیږی چی د پاکستان سره یوی ډول اړیکی درلودلی.

که څه د نیویارک او واشنګتن حملی وی او یا د افغانستان په دننه کی ځوانمرګی حملی او یا ۲۰۰۸ د مبمبی په ښار کی حمله او یا د ۲۰۰۵ لمریز کال انفجارات په لندن کی او بالاخره ټول هغه تروریستی حملات چی په دی وروستیو کی ترسره شوی .

په نوموړو حملاتو کی په شکل د اشکالو هغه کسانو ترسره کړی چی په پاکستان کی زیږیدلی وو او یا نوموړی هیواد ته سفر کړی و،او یا د اسلامی بنسټ پالو سره پدی هیواد کی اړیکی درلودلی.

نو د شک او تردید ځای نشته چی فصیل شهزاد پاکستانی الاصل د نیویارک د تایمز میدان د ناکام تروریستی حملی تر سره کړی.

پاکستان په ظاهر د امریکی دوست نسبت لبینان، سوریه، اعراق، مصر، اندونیزیا او عربستان چی د مسلمانانو اصلی مراکز دی اصلی ګوښ باندی بدله شوی دی.

په افغانستان کی داسی شرایط رامنځته شو چی په کی د پاکستان وجود ته اړتیا ولیدل شو دا په دی مانا چی پخوانی شوروی پر افغانستان باندی یرغل وکړو اودی همدی علت په وجه پاکستان په نقشه کی پاتی کیدل د اړتیا له کبله په کار وو.

کله چی شوروی ړنګ شو نو په نړی کی د پاکستان نور پاتی کیدو ته هیڅ اړتیاه نه لیدل کیده.

په دی موده کی پاکستان د خپل پایښت له پاره لاس په کار شو او د بده مرغه د ځان د بقا له پاره د ترهګری دنده پیدا کړه.

دا په دی مانا دی چی تر څو ترهګری وی پاکستان باید اووسی، د پاکستانی جنرالانو په اند پاکستان د ترهګری په جګړه کی ژوندی پاتی کیدی شی.

پاکستان په افغانستان کی د ای اس ای په مټ ملا عمر او په صوات کی مولانا فصل الله په نومونو یې بی علمه کسان راپورته کړ.

په دی ټول ترهګریزو جګړو کی بی ګناه ملکی افغانان وژل کیږی، د افغانستان ولسوونه او خلک د امریکی د متحده ایالاتو په مرسته د پرمختیګ په لور درومی او د دغه پروسی ځنډول او د طالبانو او مذهبی سخت دریځو سره مرسته د ای اس ای د ژورو پلانونو څخه ګڼل کیږی.

پاکستان کوښښ کوی د امریکی او پښتنو تر منځ بی اعتمادی او دښمنی پیدا کړی، دوی پښتانه د ناتو ځواکونو پر ضد جنګوی چی ددی موخی څخه پاکستان ګټه پورته کوی.

ای اس ای نړی ته افغانان د سخت دریځو او ترهګرو په نامه پیژنی خو د نیکه مرغه د امریکی متحده ایالات او غربی نړی په زړونو کی د افغانانو له پاره مینه پاتی دی او دا خلک واقعآ غواړی چی د افغانانو د پرمختیګ له پاره زمینه برابره کړی.

په اخر کی باید وویل شی چی القاعده او طالبان د خپل مبارزی په درشل کی غواړی چی د پاکستان اتومی سلاح ته لاسرسی پیدا کړی.

ولی پاکستان دی داسی یو لوی ګواښ باندی بدله شوی دی؟

او د هغه اصلاح څنګه کیدی شی؟

دا چی په راتلونکی کی د نړیوال ناورین مخه ونیول شی باید پاکستان د خپل غیر طبیعی جوړښت له کنله ګواښه کړی شی او پر ځای یی د قومونو اصلی او طبیعی دولتونه ودرول شی.

په درنښت د افغانستان راتلونکی اداری لخوا

احمدی نژاد به کابل کښی
احمدی نژاد به کابل کښی

د حامد کرزی به بلنه احمدی نژاد کابل ته سفر کړی وو، د هغه سفر ښکاره او واضع پیغام د ځانه سره درلوده.

لومړی دا چی احمدی نژاد غرب ته دا ویښودل چی ایران په افغانستان  کی د ښه موقعیت څخه برخمن دی.

همداسی حامد کرزی هدف دا وو چی غرب دیته متوجه کړی که چیری دوی په افغانستان کی بی پروایی وکړی نو دا کولای شی چی د منطقوی امکاناتو څخه استفاده وکړی.

نوموړی خبری کنفرانس د پاملرنی وړ دی دا ځکه چی د ایران جمهور ریس احمدی نژاد خبری ټولی غرب ته متوجه وو.

داسی انتظار کیدی چی د ایران واکمن مشر د افغانستان او ایران د اړیکی په باب خبری وکړی.

مګر احمدی نژاد په سپین سترګی د غرب سره په لفظی جګړه د افغانستان د تربیون څخه استفاده وکړه.

هغه د تروریزم اساس او پایه امریکاه وګڼل او ځنیو مواردو کی حتی د افغانستان او ایران مشترک دشمن څخه یادونه وکړ.

هغه د خپل بیانیی په وخت کی داسی احساسول چی ګویا د تهران د ازادی په میدان کی د ایرانی میلشو سره خبری کوی.

ډیر د تاسف ځای دی چی حامد کرزی سوکت اختیار کړی وو، د هغه چوپتیاه د احمدی نژاد د خبرو د تایید په مانا وه.

د احمدی نژاد ډیری خبری د افغانستان د ملی ګټی سره سمون نه درلوده او همداسی اوسنی سیاسی چاپیریال چی د افغانانو استراتیژیکی اړیکی د امریکی متحده ایالاتو سره  او  کومه حیاتی روابط چی د غرب سره یی لرو د احمدی نژاد خبری او بیانیه باید چی د بهرنیو چارو د وزارت لخوا کنترول او هغه ته د ویناوی اجازه ورکړی شوی وای.

ځکه د افغانستان دیپلوماسی دستګاه ددی بیانیی د پروتوکول د جوړولو مسولیت پر غاړه درلوده.

سوال دادی چی دوی څرنکه دا پرتوکول تنظیم کړی وو چی احمدی نژاد د افغانستان د تربیون څخه په استفاده زمونږ د دوستانو پر ضد ناوړه دریځ یی خپل کړ او د دیپلوماتیک عرف نه په غیر داسی غیرمسولانه خبری وکړی.

د افغانستان ولس او خلک هغه کوم تریخ خاطرات چی د سفید سنګ او تله سیاه په کمپونو کی د افغان مهاجرنیو سره د ایرانی چارواکو لخوا تر سره شوی تر اوسه ندی هیر کړی.

د مهاجرنیو بی رحمانه وژنه په شیراز، اصفهان او د ایران په نورو ښارونو کی او د هغوی اخراج د ایران څخه د ژمی په موسم کی چی د مهاجرنیو د مرګ او ژبلی سبب وګرځیدی د افغانانو څخه ندی هیر.

پدی وروستو کی د افغانستان پارلمان ایران ته په یوه سفر تللی ویل چی هغوی د ایران په محبسونو کی د ۳۰۰۰ زرو افغانانو د اعدام په هکله د افغانستان پارلمان ته معلومات ورکړی چی حامد کرزی ته لازم وو چی د خپل خبرو په درشل  کی د احمدی نژاد سره ددی موضوع څخه یادونه کړی وای.

په اخر کی باید وویل شی چی ایران د افغانستان په چارو کی همدا اوس په ښکاره او پټه توګه په افغانستان کی لاس وهنه کوی او د دولت مخالفینو ته وسله او مالی امکانات برابروی.

د ایران دومخی سیاست د افغانستان پر وړاندی د زغم وړ ندی، هغه کوم تلاښ چی د امریکی متحده ایالاتو لخوا په افغانستان کی د سولی او ثبات له پاره په کار اچول شوی ایران د هغه مخالفت کوی او بلی خوا څخه د دوستی ادعا کوی.

ایران د تاریخ په درشل کی هیڅ وحت د افغانستان د خلکو دوست نه ول او نشی کیدی. په درنښت د راتلونکی افغانستان اداره.

د ګران هیواد د مشرانو د پام وړ
د ګران هیواد

د مشرانو د پام وړ.

یو رهبر له نورو اوري ځکه چې د هغوی لیوال او غمخواری دی، مشران او رهبران خپلو شاوخواو کسانو ته د اوریدلو او غوږ نیولو له لاری خپل درناوی ورښیي .

که په رښتیاه سره یو شخص د بل درناوی کوی، د هغه خبرو ته غوږ نیسي، هغه مشر یا ریس چي په رښتیا غواړی په خپله اداره کښی په کارمندانو او مامورینو اغیز او نفوذ ولری، نوغوږ ورته یږدی .

د بیلکی په توګه کله چی څوک له مونږ سره خبری کوی، مونږ ددی پر ځای چی خبرو ته یی ځیر شو او دقیق غوږ کیږدو، د ځان د دفاع په لټه کښی وو چی څنګه وکړی شو خپل نظرونه ورته سمه ثابت کړو.

مونږ د هغه خبرو ته پاملرنه نه کوو، ځکه مونږ په دی بوخت وو چی څنګه کولی شو قوی ځواب ورکړو.

خو که چیرته وغواړو چی له خلکو سره تړلتوب ولرو نو د اوریدو روحیه باید ولرو او د داسی زړه لرونکی شو چی( زه هڅه کوم پوه شم چی تاسو څه ویل غواړی.)

یو ښه رهبر په ستره سینه اوری او ژبه یی په خپل کنټرول کښی وی، هغه نه غواړی چی سملاسی د یو چا خبره ورلنډه کړی او خپله شخصی کیسه پیل کړی او یا بی له دی چی مقابل لوری یی خبری بشپړي کړی هغه مشوره، قضاوت او یا خپل شخصی نظر څرګند کړی.

مونږ ددی ټولو په خاطر خپله پاملرنه او ځیرتیا د یو بل شخص په لور ور اړو چی د هغه حیثیت او شخصیت ته ارزښت قایل یوو او هغه درک کړو.

که څوک ونه شی کړی چی هغه نور چی له دی سره خبری کوی درک کړی، په خقیقت کښی ده ورته غوږ نه وی ایښی او د مشرتابه یا رهیریت اغیز یی کمزوری دی،

ددی له پاره چی له چا سره همدردی ولرو او د زړه خواله ورسره وکړو، باید نه یوازی دا چی په غوږ بلکی په خپل ټول زړه او سترګو ورته غوږ ونیسو.

خو اکثره خلک په دی نیت نورو ته غوږ یږدی چی درک  یی کړی، بلکی په دی نیت ورته غوږ یږدی چی ځواب یی ورکړی.

د هغوی دی ته پام وی چی د نورو خبری د خپل لید لوری له مخی حلاجی کړی او ددی له پاره نورو ته غوږ نه یږدی چی لید لوری او نظر یی وپیژنی.

ښه رهبر هغه څوک دی چی د زده کړی لیوال وی، هغه پوهیږی چی نشی کولی ټولی قضیی ووینی او د یو مطلب ټولی بیلا بیلی زاویی په پام کښی ونیسی له همدی کبله هغه تل هڅه کوی چی ډیر څه زده کړی.

هغه پوهیږی چی د پوهی او هوښیارتابه او یا د مسایلو ټولنیز انځور تر لاسه کولو اساسی لاره داده چی نورو ته غوږ ونیسو او له هغوی څخه څه زده کړو.

هوښیار هغه دی چی اوریدونکی غوږونه لری او د اوریدو له لاری خپله پوهه زیاتوی.

ډیری خبری کوونکی تخم کری او غلی یا خاموش انسان یی لو کوی.( اقلیدوس)

ښه غوږ نیول یاد کړو، کله کله فرصتونه ډیر په کرار راځی.

ویندویی یو مهارت او غوږ نیول یو هنر دی.

رهبران باید له خپلو غوږونو ډیر کار واخلی نه له خپلو سترګو، هغه چی مهم دی ستاسو د سترګو او دید روښانتیا او روڼتیا نه ده، بلکی ستاسو د زړونو روښانتیا یا وضاحت او د غوږونو صفایی ده.

ښه ډالی چی تاسو غواړی نورو ته یی ورکړی هغه دادی چی په پوره ځیرتیا سره د هغوی خبرو ته غوږ کیږدی.

په درنښت

د راتلونکی افغانستان اداره

د افغانستان په اړه د امریکی نوی استراتیژی
ښاغلی اوباما د امریکی جمهور ریس د تلویزون له لاری د افغانستان په اړه خپله استراتیژی اعلام کړه.

هغه خپله استراتیژی په دریو برخو کی بیان کړ چی د عسکرو د وتلو نیټه د ۲۰۱۱ د جولای میاشت ښودل شوی دی.

زما په اند له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو نیټه چی ولسمشر اوباما د ۲۰۱۱ د جولای میاشت ښودلی، عملی نه بولم،ځکه په استراتیژی کی د جګړی د کټلو له پاره نوی مفکوره او پلان نشته، تر ټولو بده خو یی دادی چی ددغی نیټی له ټاکلو سره طالبان او القاعده د جګړی د دوام جرت پیدا کړی او دا ځکه چی دوی فکر کوی چی امریکا په افغانستان کی له وسله والو سره د اوږدی مودی د جګړی حوصله او زړه نلری د نیټی ټاکل له بده مرغه په سیمه کی د خلکو هغه مفکوری تقویه کاندی چی وایې امریکا په افغامستان کی د پاتی کیدو توان نلری.

که چیری داسی انګیرل شوی وی چی د عسکرو ایستل په حقیقت کی د افغانستان او پاکستان په حکومتونو باندی فشار اچول وی چی د بهرنیو قواوو ماموریت دی هغوی په خپله په غاړه واخلی.

زما په اند او نظر دا به څو کاله ونیسی تر څو په افغانستان کی د امریکایی عسکرو زیاتوالی یو څه بدلون روالی، چی په هغه کی په زیات شمیر د افغانی قواوو روزل، په وسلو سمبالول،مشوره ورکول او سیمو ته لیږل، ټول هغه کارونه دی چی په لږ موده کی نه بشپیړیږی.

که چیرته بارک اوباما د دوهمی دوری له پاره هم د امریکی جمهور ریس پاتی شو، نو هغه څه موده وړاندی دا په ډاګه ویلی و، هغه نه غواړی چی دا جکړه د امریکا راتلونکی جمهور ریس ته پریږدی.

دا به د هغه له پاره ډیره لږه موده وی چی په ۷ کالونو کی د افغانستان نه د عسکرو رواستل به ډیره لږه موده وی

زما په باور د محترم اوباما ستونزه دا نه وه چی د استراتیژی په اړه یې د اوږدی مودی له پاره زړه نا زړه خبری کولی، بلکی ستونزه یې دا وه چی ددی استراتیژی نتیجه یې سمه تشریح نکړی شوه، دی د یوه سیاست وال په توګه وینا کوله او د خپل ګوند د غړیو خیال یې ډیر وساته او د وسله والو ځواکونو د اعلی قوماندان په ژبه یې خبری ونکړی چی څنکه به په قوی اراده او عزم دا خونړی جګړه وګټی.

اوباما وویل د افغانستان له جکړی سره د امریکا امنیت تړلی دی خو د وتلو د نیټی په ټاکلو سره یې داسی وښودله چی دی جګړی ته یې بی حوصلی دی.د پیکنګ او مسکو له چارواکو نیولی د سومالی د سمندری غلو او د ایران تر ظالم مشرانو ټول په افغانستان کی د امریکی هلی ځلی څاری او د امریکی په اړه خپل وروستی قضاتونه په افغانستان کی د واشنګټن په بریالیتوب او ناکامی پوری مربوط ګڼی.

د نړی ستر پوځی ځواکمن هیواد ناکامی د داسی ډلی په وړاندی چی نه هوایی ځواک لری، نه سټلایټ، نه تجهیزات او نه هم په جکړه کی نظم، د امریکا قدرت به په نړیواله سطحه را برسیره کړی په تیره بیا چی د نړی تر ټولو ستر پوځی ټړون  یعنی ناتو یې هم څنګ ته ده.

په نړی کی د یو قطبی جګړی وخت پاتی رسیدلی دی خو په افغانستان کی به له ناکامی سره د یو قطبی ځواک د له منځه تلو سند رسمی لاسلیک شی.

لکه څرنګه چی شوروی امپراطوری په افغانستان کی د ماتی سره مخامخ شو او د هغه هیواد د دړی وړی کیدو سبب شوه.

ممکن په افغانستان کی د امریکی له پاره ماتی ددغه ستر هیواد د دړی وړی کیدو سبب شی.

دلته د پوځی واک خبره ندی، امریکا په نړی کی د فاشیزم، استبداد سره د مقابلی مرکز بلل کیږی او د هغو روژیمونو سره د مبارزی په سر کی ولاړ ده چی تیری کوی او عدالت نه تامینوی.

نو په افغانستان کی له ماتی سره که چیرته دغه موقف بایلی بیا کله هم په نړی کی کوم هیواد ددغه موقف د تر لاسه کولو له پاره را وړاندی نشی.

بل لور ته په اسلامی نړی کی د امریکا د موقف خبره ده په اسلامی نړی کی د القاعدی شبکی د پاکستان نه پرته ملاتړ ډیر کم دی  د ناکامی په صورت کی د القاعدی او طالبانو د شبکی مشران به د غښتلو اتلانو په ځیر راځرګند شی چی له دی سره په هغو نړیوالو ارزښتونو ته سخته زیان واوړی چی امریکا د هغوی له پاره هڅی کولی همداسی امنیتی تهدید به هم زیات شی.او د ایران مستبد رژیم به پیاوړی شی او دغه هیواد ته دا زمینه مساعده شی چی خپل اتومی پروګرام پراخ کړی چی له دی سره به نړیوال ټولنه تهدید شی.

کومه نیټه یا چوکاټ چی اوباما دی جګړی ته ټاکلی یو سیاسی چوګاټ دی نه عملیاتی.

دا سمه ده چی نورو عسکرو په استولو سره د جګړی لوری بدل شی او ښی نتیجی به ولری خو خلک داسی انګیری دا کار ددی له پاره کیږی چی د ۲۰۱۰ کال کی د امریکی د جمهوری ریاست د منځنی دوری له انتخاباتو مخکی یې باید نیټی څرګندی شی او د عسکرو وتل به د جمهوری ریاست د انتخاباتو کمپاین پر مهال پیل شی.

همداسی د امریکی جمهور ریس وویل چی دا به د ملکی استراتیژی له پاره ډیر ګټور وی او په دی سره به د افغانستان حکومت هم د یوه ښه امنیت نه ګټه واخلی.

د افغانستان سره د مرستو پر سر د شرایطو وضع کول تر ټولو ښه لاره ده، او پدی سره افغان حکومت وهڅیږی چی په افغانستان کی د فساد پر وړاندی مبارزه او ددی مبارزی په درشل کی ښه حکومت داری وکړی.

د افغانستان پر حکومت باندی د کنترول تر ټولو ښه لاره د نړیوالی ټولنی د مرستی دی، ځکه چی د افغانستان د حکومت قابو ټوله بودیجه همدغه ټولنه ورکوی.

چی ددغی موضوع له پاره پخوا هیڅ کار ندی اخستل شوی.

د استراتیژی دریمه غټه موضوع د امریکا او پاکستان تر منځ د مشاراکت مسله دی.

چی دا هم لړزیدونکی دی، د پاکستان سیاست مداران او پوځیان پدی باور دی چی هند یې اصلی دښمن دی او د دیورند د کرغیړنی کرښی او د کشمیر د سیاست تر تاثیر لاندی د طالبانو ملاتړ د دوی استراتیژی دی ځکه هغه ترهګر چی په افغانستان کی پر ناتو او امریکایې ځواکونو باندی حملی او عملیات تر سره کوی هغوی ته د پاکستان پوځ څه نه وایې او دا یوه لویه ستونزه دی چی جمهور ریس اوباما پری  خبر دی

جمهور ریس بارک اوباما په خپلو ساده الفاظو ( کار به ختموم) کی یې و نه شو کړی د امریکا دښمنانانو ته وښې چی د موجودو ستونزو د حل توان لری.

د امریکی جمهور ریس محترم اوباما ویلی مونږ د هغو تروریستی ډلو د پټیدو ځایونه نشو زغملی چی ځایونه او اهداف یی ټولو ته معلوم وی.

د القاعدی او د طالبانو د پټیدو ځایونه د سیمی او ټول نړی امنیت یې په خطر کی اچولی او دا د ډیر اهمیت وړ دی چی له منځه یووړ شی.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس ویلی، په افغانستان کی د نړیوالو قواوو ناکامی به پدی مانا وی چی طالبان د دغه ملک په ډیره برخه حاکم شی، هغه وایی ددی امکان شته چی د طالبانو تر واک لاندی سیمی یو ځلی بیا د القاعدی په پناه ځایونه بدل شی.

دا پدی مانا دی چی د تندروانو بری به القاعده لا قوی کړی او د دوی د عملیاتو د تمویل، جلب او جذب له پاره زمینه برابره کړی.

زما په اند که ځواکونه هر څومره ډیر شی بیا هم ستونزه تر هغو هواره نشی چی نړیواله ټولنه انکشافی کارونو ته په افغانستان کی لومړتیوب ورنه کړی د افغانستان د امنیت د تامنیدو له پاره په کار دی چی افغانانو ته کار پیدا شی.

د راتلونکی افغانستان اداره

نوی حکومت او وظایف
نوی حکومت او وظایف

د ټاکنو د مستقل کمیسیون پریکړه ډیر پر ځای پریکړی دی، چی نوموړی پریکړی وکولای شو چی د افغانانو هغه تلوسه او د خپل ولس مشر معلومول وه پای ته ورسیده چی د اساسی قانون له مخی هم اصولی ده.

ولسمشر اوباما په سپینه ماڼی کښی یو خبری کنفرانس ته وویل هغه لاری هڅول چی له مخی یی د ټاکنو مساله حل شوه،اوباما وویل ما ولسمشر ته ټنیګار وکړ چی د امریکا خلک او ټوله نړیواله ټولنه غواړی له ده او دده له حکومت سره په دوستی په افغانستان کښی پرمختیګ او امنیت رامنځته کړی، خو ما ټنیګار وکړ چی باید د وخت یو داسی شبیه دی چی  د ښه حکومت کونی، د فساد له منځه وړنی په اړه لانورو جدی هلوځلو د افغان امنیتی ځواکونو د روزنی چټیګتیا له پاره ګډی هڅو او نوی پړاو پیل کړو، چی له مخی افغانان وکولی شی د خپل ځان امنیت ونسې.

زما په اند او فکر اوس باید یو قوی حکومت جوړ شی چی د امریکی متحده ایالاتو او بین المللی ټولنی سره د یو ښه شریک په حیث د افغانستان د ستونزو د حل له پاره قابلیت، اهلیت او صلاحیت ولری تر څو د بین المللی ټولنی سره یو ځای ملی او منطقوی ستونزی د قانون پر بنسټ حل و فصل کړی شی.

دا یوه ښه او معقوله لاره دی چی افغانانو د امریکی او بین المللی ټولنی سره یو ځای ځان د لوږی، فقر او وروستی پاتی والی څخه وژغوری، او دا ستراتژی د حکومت د وظایفو څخه ګڼل کیږی او همداسی د ټولو افغانانو دنده ده چی یو او بل ته د مرستی او وحدت لاسونه ورکړی او امنیت او سراسری سولی له پاره جدی ګامونه پورته کړی.

ثانیا، داسی یو حکومت جوړ کړی شی چی د امریکی متحده ایالاتو او بین المللی ټولنی مرستی ته د قدر په سترګو وکتل شی او داسی عمل ترسره کړی شی چی د افغانانو بین المللی دوستان ورباندی اعتماد ولری.

د یو غښتلی کاری کمیټی چی په وطن زړه سواند وی کولای شی د یو مترقی پلان په درلودلو دا کړنلاری ته عملی بڼه ورکړی.

داسی حکومت دی جوړ کړی شی چی بین المللی ټولنی ته قناعت ورکړی چی کولای شی اداری فساد له منځه یوسی.

همداسی دا حکومت دنده لری چی د مخدره موادو کښت او د قاچاق د محو کولو له پاره ټنیګ او فوری اقدامات وکړی.

تر څو دا تور داغ د افغانانو له لمن څخه پاک کړی شی، دا ځکه د جکړی یو علت همدا بدبختی ده چی القاعده او طالبان د مخدره موادو د تجارت له کبله ګټه پورته کوی.

حامد کرزی د افغانستان جمهور ریس هغه لوړ پوړی چارواکی چی د مخدره موادو په قاچاق او اداری فساد لاس لری او په هیواد کښی د بدبحتی او د حکومت د شکست سبب جوړ شوی د خپلو دندو څخه لری او جنګی جنایتکاران څارنوالی او محاکمو ته دی معرفی کړی شی.

زما په اند نوی حکومت مکلف دی چی د فوق الذکر موادو پر وړاندی عملی،جدی، صادقانه او مطمین ګامونه پورته کړی.

د افغانستان سیاسی فضا مثبت لوری ته د حرکت په حال دی، د ترقی، پرمختیګ او دموکراسی دښمنان د ګاونډیانو او د منطقی هیوادونو په اشاره غواړی د افغانستان سیاسی فضا خړه پړه کړی،نوی حکومت ته پکار دی پدی اړوند هوښیارانه چلند وکړی تر څو ملی وحدت ته تاوان ونه رسیږی.

په اوسنی روان حالت کښی د افغانستان په اړه د امریکا په ژمنتیا کی بدلون نه دی راغلی او دا چی امریکا به مخ پر وړاندی تګ ته دوام ورکړی چی افغانستان ته یو خوندی راتلونکی ډاډمن کړی.

د افغانستان خلک شاهد دی چی د امریکی متحده ایلاتو زړه ور او بشردوست بچیان د بین المللی ټولنی سره یو ځای په افغانستان کی د تروریزم او القاعدی پر وړاندی خپل ځانونه قربانوی چی د افغانستان ولسونه او خلک قدر دان خلک دی او پدی قدر باندی پوهیږی.

د دولتی او حکومتی پلانونو پر بنسټ ایران، پاکستان او د منطقی هیوادونو غواړی په افغانستان کی جګړه او جنګ اوږده او دوامداره کړی د دوی په فکر او اند غواړی بین امللی ټولنه او ناتو په افغانستان کی د ماتی سره مخامخ کړی، پداسی حال کی چی د افغانستان خلکو ته القاعده او تروریزم د زهر په شان دی او زمونږ خلک د دوی څخه کرکه او نفرت لری.

د افغانانو له پاره د امریکی متحده ایالاتو او د ناتو دوستی یو تل پاتی افتخار ګڼل کیږی او دا دوستی افغانان د ترقی او پرمختیګ خواته وړی.

د راتلونکی افغانستان اداره

د ټول ټاکني دویمه پړاو
د ټول ټاکني دویمه پړاو

ځني سیاسي مفکرین پدی اند دي چی په ګران هیواد افغانستان کښي د جمهوری ریاست ټاکني دویم پړاو ته اوړی.

ایاداسي امکانات وجود درلودلي شي چی د لمړی پړاو رايي به د دوو کاندیدانو باندی وویشل شي؟

دا چی لیدل کیږی اشرف غنی احمدزی تر ټا کني مخکي احمدکرزی ته د ټاکني څخه به تیر نشي، چی دا دلیل کیدی شي چی ټاکني دویم پړاو ته به پاتی شي.

زما په عقیده د دموکراسي د اصولو پر بنسټ په روانو ټاکني کښي د کلیوالي خلکو ونډه ډیره ضروری دي، پرته د دوی نه دموکراسي کومه مانا نلری.

دا چی اکثریت روښنفکران ښاری ژوند لری او دا قشر د افغانستان په لوی ښارونو کښي اوسیږي، چی د نوموړی قشر تاثیر او اثر په لوی ښارونو کښي محسوس او څرګند دی.

په لوی ښارونو کښي د بزګرانو زامن، کسبګرو، معتلمین، محصلین، استادان او تعلیم یافته ښځي ژوند کوی او دوی اکثریت د سیاسی شعور خاوندان دي، نو دوی ته دا چانس برابر شوی چی په راروانه ټاکني کښي ښه ځیر او فکر وکړی او خپل ملي ګټی ته وفادار پاتي شي.

ځکه په لوی ښارونو کښي امنیت شته او ښاری وګړو ته د رايي اچولو له پاره څه ستونزي نشته.

د بلخوا څخه هغه کوم خلک چی کلیوالی ژوند لری او د جګړی دروند بار د دوی په ژوند کښي په جبری توګه د دوی په اوږو او املا باندی ایښودل شوی دوی په ورځنی ژوند کښي سیاسي شعور ته لاسرسي موندلي دی چی د دموکراسي پر اصول دوی باید رايي ورکړی.

ځکه دوی علاقه او غوښتنه لری چی خپل کاندید ته رايي ورکړی او د ټولنی سرنوشت وټاکي.

همداسي په راروانه ټاکني کښي د کابل د ښار اوسیدونکي رايي ډیر مهم ګڼل کیږی،ځکه تقربیا پنځه (۵) میلون خلک د کابل په ښار او اطراف کښي استوګن لري.

دا ټاکني ملت ته نوی روحیه وربخښي چی نوي تجرپی ته ورداخل شي، ځکه دا تجربي دموکراسي ته وینه تزریقوي.

تر څو هیواد وال راتلونکي ته هیله مند اووسي.

دا تجربي ځوانانو ته د دموکراسي روحیه ورکوی،ځکه ځوانان د یوی ټولنی عمده برخه تشکیلوي،باید په تاسف سره یادونه وکړم چی زمونږ ځوانان او نوی نسل وزګار او د بیکاري څخه رنځ وړی.

چي په ټاکني کښي د دوی ونډه خورا مهم او دروند دي، چی دوی ته لازم دي چی د رايي ورکولو په وخت کښي د ډیری پاملرنه څخه کار واخلي.

اصلی مطلب دادی چی د زمری په ټاکنی کښی وګړی او ولسوونه د اشرف غنی احمدزی، احمد کرزی او رمضان بشر دوست پر شاوخوا راغونډیږي، دا چی په راراونه انتخاباتو کښي د خلکو روحیه يو څه کمزوری ښکاری او د زوږ او شور سره مل ندي نو ویلي شو چی ټاکني دویم پړاو ته پاتي کیږي.

د ریاست جمهوری ټول کاندیدان د طالبانو پر وړاندی واضع او ښکاره دريځ نلری او د بلي خوا څخه طالبان ګواښ کوی.

زما په اند په راروانو ټاکني کښي برجسته کاندیدان نشي کولي چي یوپنځوس(۵۱) رايي وګټی نو ټاکڼي خامخا دویم پړاو ته ورداخلیږي.

که چیري داسي وشي چی انتخابات دویم پړاو ته پاتي شي دلته د دولت مشروعیت تر پوښتني لاندی راځي.

ستره محکمه کرزی ته دری میاشتي ریاست تمدید کړلو نو بیا دا کار نشي کیدي.

نو څه باید وشي؟

ایا کرزی بیا د چل او فریب څخه کار اخلي؟

د کرزی د ریاست د مودی تمدید به هیڅ مشروعیت ونلری او ملت ته به د کرکي سبب وګرځي.

زما په اند قانونی چلند ته اړتیا لیدله کیږی هغه دا چی یوه مستقله کمیټه د ایجاد شي او واک دا کمیټي وسپارل شی، دا کمیټه به اجراییوی وی او اختیار به ولري چي جنګي مجرمان محاکمی ته وسپاری نو دا کمیټه به ضرورت نلري چی د چا اجازی او منظوری ته منتظر پاتي شي، ځکه پارلمان،کابنیه او کرزي د جنګي مجرمانو او د مخدره موادو قاچاقچیانو څخه حمایت کوی.2009   د اګست  یوولسم (۱۱)

راتلونکی افغانستان
د راتلونکي افغانستان بریښنا پاڼه یوه سیاسی، اجتماعی، فرهنګی او مستقل ویب پاڼه دی، چی د هیواد سیاسی او اجتماعی اړتیا له مخی په اوسنی کړکچینو حالاتو کښې د یو شمیر ترقي غوښتونکو افغانانو لخوا تاسیس شو.

ګرانو هیوادوالو! افغانستان لرغونی وطن د تاریخ په مختلفو پړاونو کښي د ویاړونو، جګړی او کړاونو سره تل د اخ او ډوب سره مخامخ شوي دي.

دا اتل وګړی د خپل تاریخ په لړوانو کی د خاوري، بشپړتیا، ملي ګټي، د ازادي ساتني او د پرمختیګ له پاره په سرښندني او میړاني مبارزه کړي، او دا ګټي او روحیه یي تل په خپل وجود کښي ژوندی ساتلي دی.

ددی قهرمان او زوریدلي ملت په خټه کښي ټولنیز عدالت، ملی خپلواکي او دموکراسي نغښتي ده، په اوسنی وخت کښي اقتصادي وروسته والي، د ملی شتمنی سره نا انډوله او غیرعادلانه چلند، لړزانده دموکراسي، د بیا رغوونی او جوړوني په اړوند غیرمسولانه برخورد، اداری فساد، غلا، اختلاس،د بي شمیرو سیاسی ګوندنو موجودیت،تیت او پرګ سیاسی حالات، د قانون نه حاکمیت،د ګاونډیوو هیوادونو فرهنګی او سیاسی یرغل او روانه جګړه د اوسني افغانستان د لویوو ستونزو له جملی څخه ګڼل کیږي.

په هیواد کی د سره لښکر ظالمانه او وحشیانه یرغل او پر افغانانو باندی د یرغلګرو د ملګرو لخوا ناروا ظلم او تیری، د ګاونډیوو او سیمه ایزو هیوادونوو تر منځ اختلاف او رقابت او په افغانستان کښي د اسلامی تنظیمونو په چوکاټ کښي جنګ او جګړه او له هغه نه ورورسته د طالبانو په نوم د پرمختیګ سره په ضدیت کښي، د افغانستان اقتصادی، ټولنیزو، سیاسی او نظامي ستونزي د موجودیت، په نړیواله سطع د پخوانی شوروی اتحاد ړنګیدل، د سیمي هیوادونو، سیاسی، اجتماعي او مفکوری اوښتون او تغیر، او بالاخره په افغانستان کښي د یوی نوی بدلون پر لوری تګ او اړتیا، ددی ضرورت یي رامنځته کړی چی یو شمیر  ترقی غوښتونکي افغانان د هیواد جاری وضعي ته  یوه نوی کتنه وکړي.

مونږ زیار باسو هغه څه ولیکو چی د هیواد د اکثریت وګړو د ګټي څخه ملاتړ او نمایندګي وکړی.

په ګران افغانستان کښي اوسنی تیت او پرګ سیاسی حالات چی د هیواد پر سیاسی تحولاتو اثر اچوی د موږ  هدف دادی چی د حالاتو څخه د وتلو لاره خپل هیوادوالو ته د ملي ګټي پر اساس او همداسی د افغانستان د خلکو د مثبتو ارزښتونو په رڼا کښي اوسنی وضعه تحلیل او ارزیابی، او د وتلو لاره روښانه کړو.

تر څو ددي لاري هغه کوم روښنفکران او منورین چی د هیواد پرمختیګ او ترقی غواړی زمونږ په اهدافو پوه شي.

د ویب پاڼي چلوونکی او اداره د خپلو هیوادوالو څخه په ډیره درناوی هیله کوي چی د موږ سره دي مرستی لاسونه وغځووی او داسی سیاسی او اجتماعي لیکني ولیکي چي د ټولني د روح سره مطابقت ولري، تر څو لوستونکي په لوستو سره ډاډ او باور تر لاسه کړي، چي زمونږ په ولس او قومونو کښي داسي لیکونکي شته چی د هیواد اوسنی او راتلونکي لپاره ښه توکي او مضامین برابروی.

تر څو په ګډه په ټولنه کښي داسي سیاسی او معنوي ښګڼي خوری کړو چی د جهالت، ناپوهي، بی علمی مخه ونسي.

همداسي وکولاي شو د پاکستان،ایران او یو شمیر نورو هیوادنو فرهنګي او سیاسی یرغل مخه ډب کړو، تر څو داسی ورته منفی پدیدی د ولس له غولي ټوله شي.

ګرانو افغانانو! د افغانستان وګړی او ولسونه دا حق لری چی په نړیوال ډګر کښي ښه او ډاډه دوستان ولری،د افغانانو له پاره د نورو هیوادو تر څنګ د امریکي متحده ایالاتو د خلکو او مشرانو سره دوستي ښه او د افغانستان د راتلونکي په ګټه تمامیدي شي.

او ددی کار له پاره لازم سیاسي او فرهنګي کار ته اړتیاه لیدله کیږي، ځکه افغانان د امریکي متحده ایالاتو د خلکو او مشرانو سره د دوستي له لاري کولاي شي د نړي د متمدینو هیوادونو په قطار کښي ودریږي، پدی توګه هلیه مند یوو، چی هغه شمیر دوستان چي غواړي پده اړه او لاره کښي د موږ سره مل شي قلمی اړیکي د ټنیګ کړی، تر څو په ګډه سره د هیواد د ځمکني بشپړتیا،ملی واکمني،ملی استقلال، سمسورتیا، پرمختیا، ترقی، سوله، دموکراسي، بیاجوړوني او د فساد په مقابل کښي د ښو چارو له پاره په هره ممکنه برخه کښي نه ستړي کیدونکي خدمتونه تر سره کړو، او دا یوازني او ممکنه لاره دی چی وکولاي شو هیواد مو اباد کړو او افغانستان د روسيي فدارتیف،پاکستان، ایران او سعودی عربستان د اغیزي او تاثیر نه خلاص کړو.

ګرانو دوستانو! زمونږ د هیواد په ډیرو برخو کښي سیاسي معاملي د سیاسي مشرانو لخوا پرته د ملي ګټي څخه د تل له پاره ټنیګ پاتي شوي دي.

نو د همدي دلیل پر اساس د موږ د مبارزی محور یوازی د ایدیالوژی پر ارزښتونو نه دی ولاړ، بلکه موږ په ټولنه کښي کیفي او بنیادي تحولاتو ته نظر لرو، چي د فرهنګ، ټولنه، سیاست او اقتصاد پکښي متمرکز وی، او نه دا چي دا څیزونو وچ درک کړو، او د دګم په سترګه ورته وګورو.

مونږ غواړو تر څو د مبارزي اصلي ځاي د خلکو په منځ کښي ایجاد کړو او د خلکو په منځ کښي د خلکو له پاره خدمت وکړو، زمونږ په نظر ښه دموکراسي همدا دی.

په درنښت، د راتلونکي افغانستان د اداري لخوا.