د دیورند تړون غیر حقوقی دی

توسط راتلونکی افغانستان در تاریخ ژانویه 8, 2012 – 9:59 ق.ظ -

لیکوال :- امان الله عمر
یادونه:
د دیورند تپل شوی کرښې د غندنی او په دی هکله د جوړ شوی اعترضیه غونډه چی د دیورند جرګی له لوری سازماندهی شوی و، د روان کال ۲۰۱۱ د دسامبر ۱۸ د ویرجینیا ایالت د اریانا په رستوران ګی جوړ شوی وو په دی جوړ شوی اعتراضیه سمینار کی ما خپل مقاله ولوست چی د
پیام افغان تلویزون له چینل څخه لاندنی مقاله په ژوندی بڼه په ۷ جنوری کال ۲۰۱۲ کی نشر ته وسپارل شو
د دیورند تړون غیر حقوقی دی
ګرانو هیواد والو، افغانستان د جرګو اصلی ټابوبی دی ،جرګو د افغانستان په لرغونی تاریخ کی ځانګړی ځای درلود او لری یی، ننی اعتراضیه غونډه او نړیوال سمینار چی د دیورند جرګه د مشرانو له لوری د دیورند کرغیړنه کرښې د ۱۱۸ ناولی تلین په اړه جوړ شوی تر څو افغانان وکولای شی ددی ناورین او کړکیچ نه د وتلو له پاره هغه لاری او چاری ولټوی ،چی د هیواد د ځمکنی بشپړتیا ضامن وی . په اوسنی غونډه کی چی سیاسی، علمی ،فرهنګی، ټولنیز او ملی شخصیتونه ګډون لری او یو شمیر فرهنګی او اکادمیک پوهانو د تپل شوی کرښې په اړه تاریخی ویناوی او توضحات وړاندی کړی په دی درشل کی د دیورند د کرغیړنی کرښی پر خلاف کمپاین کی د ملی شخصیت ښاغلی صدیق متین د دیورند جرګه بنسټ ایښودنکی هلی ځلی او مبارزی افغانانو ته د یو محور په توګه د قدر وړ دی ،ځکه افغانان د دیورند او ګندک تړونونه د باطلیدو په لاره کی مبارزه یو ستر تاریخی رسالت دی چی د هر افغان ملی دنده دی تر څو په دی درشل کی د دیورند جرګه له لاری کار او مبارزه وکړی . ګرانو دوستانو او افغانانو، د نړی ملتونو تاریخ راښیی چی زورګیرو د چا حق نه دی ورکړی او نه یی ورکوی بلکی داسی حق اخستل کیږی نو ځکه د دیورند کرښه او د هغه منسوخ کیدو د پاره د دیورند جرګه او اوسنی ناسته د یوی لوی کاروان لامل ګرځیدی شی نړیوال حقوقی پرنسیپونه چی د بین المللی اړیکو او دولتونو تر منځ د مناسباتو له مخی زیږول شوی په ۲۱ پیړی کی د تیر پر بنسټ د منلو وړ دی . د نړیوالو تر منځ د اړیکوحقوقی کمیسون د هاګ نړیوال محکمه، دولتونو او د نړی وګړی دیته هڅوی او سپارښتنه کوی چی حقوقی نړیوال نافذه قوانینو ته درناوی وکړی په ځانګړی ډول دولتونو دیته هڅوی چی د تړونونو حقوقی مسایل مراعات کړی. په ۱۹ پیړی کی کله چی د وخت لوی برتیانیا د هند د قاری اشغال یی تکمیل کړ په دی ډول د افغانستان طبیعی پولی ته ورسید، هغه کومه ستراتیژی چی دوی درلود د اجندا له مخی غوښتل د تزاری روسیی سرحدات ته نیژدی شی،انګلسیانو داسی یو بنسټ یی کیښود چی په نتیجه کی د افغانستان د کورنی جګړی څخه یی ګټه پورته کړو، یانی د کورنی جګړی له امله د وخت انګسیانو د افغانستان په داخلی چارو کی بی څایه لاسووهنی وکړی او د افغانستان امیران یی په زور، تهدید او په مختلفو توطیو دیته اړ کړل چی غیر حقوقی تړونونه د اولس د مشوری نه پرته د دوی سره لاسلیک کړی .دیورند تړون په نوامبر ۱۸۹۳ کی لاسلیک کړی شو چی د افغان اولس روح یی ټپی کړو، چی ددی تړون نتیایج اولس یی ناقرار کړی دی .په نړیوال حقوقی کنواسیون په موادو کی داسی یو تړړون غیر حقوق ګڼل شوی دی ځکه تحمیلی تړونونه چی د زور، تهدید او یا د قوت په اثر یا استعمال پر دولتونو باندی لاس لیک شوی وی اعتبار او قیمت نلری، په همدی اساس د دیورند د کرښی تړون حقوقی اړخ نلری او د باطلیدو د پاره هلی ځلی د مونږ رښتنی حقوق دی چی کار پر یی وکړو. په ۱۸۷۸ کال د وخت لوی برتیانیا ددی به بهانه چی کواکی شیر علی خان د روسانو سره دوستی لری خپل عسکری قواو یی د افغانستان سرحدات ته سوق کړ، چی دا تعرضی قوتونه په ۲۱ ستمبر ۱۸۷۸ د تورخم سره نژدی علی مسجد کی تم شول ځکه انګلسیانو د خپل ستراتیژی په وجه د افغانستان د اشغال له پاره عسکری سوقیات چمتو کړی وو چی نتیجه یی د ګندمک د تړون لاسلیک کیدل ول .د انګسیانو قواوو په نوامبر ۱۸۷۸ د ګندهار ،کرم او خیبر له لاری افغانستان ته ننوتل په دی تاریخی وخت کی امیر شیر علی خان وفات شو او د انګلسیانو د پاره ښه فرصت وو، دوی امیر یعقوب خان تر پوځی تهدید لاندی ونیول او د ګندمګ تړون یی ورباندی لاسسلیک کړ، ددی تړون په خلاف د افغانستان وګړی فورا پر مقاومت لاس پوری کړ یعقوب خان د پاڅون له ویری دښمن ته یی ځان تسلیم کړو، همداسی د انګسیانو استازی کیوناری او دده همکاران د اولس د پاڅون له ویری انتحار وکړو په همدی ډول د دیورند تړون د پر له پسی پوځی ګواښ له کبله پر امیر عبدالرحمن باندی وتپل شو، نوموړی تړون د بالقوه پوځی فشار له امله او د افغانستان د اولس د خبرتیا نه پرته پر امیر عبدالرحمن خان باندی لاسلیک کړی شول . په دی اړه خپله امیر عبدالرحمن خان په خپل کتاب کی لیکلی
هر څه ما غوښتل چی سرحدی مذاکرات معطل کړم بریالی نشم . د هند ویسرا پر دی باندی فشار راوړ ځکه د دیورند تړون پیشنهادات او مذاکرات تل د ګواښ او الیتماتوم له مخی وو چی د انصراف په صورت کی د انګسیانو پوځی تیری حتمی وو، امیر عبدالرحمن خان تر څو ژوندوی وو د سرحد ویش یی لاسلیک نکړ. د دیورند د کرښی هغی خوا پښتانه د تړون پر ضد د ۵۰۰ نه ډیر پر انګلیسی قواوو باندی حملی وکړی او هغوی امیر عبدالرحمن خان یی خپل پیشوا ګڼل، تر دی ځای پوری د هیڅ شک ځای نه دی پاتی چی دیورند او ګندمګ د پوځی ګواښ له مخی صورت نیولی ،نو د نړیوال حقوقی پرنسیپونه د موادو له مخی دیورند او ګندمګ تړونونه خبل ارزښت او قیمت له لاسه ورکړی. په دی حساسیسو شبیو کی چی نړیوال تروریزم افغانستان یی ځپلی او د ګاونډیانو لاسووهنی جریان لری په دی وخت کی ایا اوسنی واکمنی دا توان لری تر څو د نړیوال قوانینو پر اساس د دیورند د کرښی د باطلیدو په اړه ملګرو ملتونو ته مراجعه وکړی؟ که چیری افغانستان اوسنی واکمنی په عمومی ډول دیورند جرګه واتنیږی چی ملی ملاتړ تر لاسه کړی او د دویرند د کرښی موضوع رسما هاک محکمی د عارض او روا غوښتنی په بڼه وړاندی کړی دا چاره به دافغانستان د روانو ستونزو د حل یوه لاره هم ګڼل کیدای شی او دا غوښتنه د ترورسیم د ملا تیر به ورمات کړی .دا چی یو شمیر غیر ملی حلقی ،ګروپونه او اشخاص داسی فکر کوی چی کواګی که د دیورند کیرغیړنه کرښه د افغانستان له لوری په رسیمت وپیژندل شی د پاکستان اقتصادی ګټی ایجابوی چی د لاسووهنی څخه لاس په سر شی او یا یو شمیر خود غرضو کسانو په اند د افغانستان د اقتصادی ودی یانی ترانزیتی دهلیز د ایجادولو په بدیل کواګی د دیورند کرښه دی په رسیمت وپیژندل شی .زما په اند دا به لویه تیروتنه وی ځکه د افغانستان ستونزه د دیورند د کرښی به رسیمت پیژندلو نشی حل کیدای، بلکه دا به د افغانستان خودکشی وی ځکه د پاکستان د وراثیت حق د بحث وړ نه دی ،ځکه پاکستان دا موضوع یی جعل کړی دی دا بحث هغه وخت مورد پیدا کولای شی چی افغانان نوموړی تړون حقوقی وبولی چی داسی نه دی اوس هغه وخت رسیدلی چی حق حقدار ته ورسیږی
وړاندیز
۱ د دیورند جرګه رهبری د لوی افغانستان به جوړولو کی ملی خوځښت پیل کړی
ملی خوځښت او د هغه د پاره کار د ټولو افغانانو کار دی د دیورند د تړون د باطلیدو له پاره کار د یوی سیمی کار نه دی بلکه دا د ټولو افغانانو ملی دنده دی
د افغانستان د ځمکنی بشپړتیا به غرض کوم سراسری خوځښت چی په لاره اچول کیږی د دوست هیوادونو دولتونو او نړیوال سازمانونو پام ورته وګرځول شی
یادونه
د دیورند تپل شوی کرښې د غندنی او په دی هکله د جوړ شوی اعترضیه غونډه چی د دیورند جرګی له لوری سازماندهی شوی و، د روان کال ۲۰۱۱ د دسامبر ۱۸ د ویرجینیا ایالت د اریانا په رستوران ګی جوړ شوی وو په دی جوړ شوی اعتراضیه سمینار کی ما خپل مقاله ولوسته چی د
پیام افغان تلویزون له چینل څخه پورتنی مقاله په ژوندی بڼه په ۷ جنوری کال ۲۰۱۲ کی نشر ته وسپارل شو


در موضوع: دسته‌بندی نشده | 0 نظر

د پاکستان استخباراتی اداره باید په نړیوال تروریستی لست کې شامل کړی شئ

دسامبر 8, 2011 – 6:55 ق.ظ

امان الله عمر ای اس ای د پاکستان د استخباراتو یوه ...

0 نظر

په افغانستان کی د امریکی متحده ایالتونو د تل پاتی نظامی اډو د جوړیدو اړتیا: دیارلسمه برخه

نوامبر 30, 2011 – 9:04 ق.ظ

امان الله عمر دیارلسمه برخه. په دی وروستو کی د امریکی متحده ...

1 نظر

ملی یووالي جبهې د جوړیدو اعلان د پردو په چوپړ کې

آگوست 30, 2011 – 4:20 ب.ظ

هغه کومی غوښتنی چی د ایران او پاکستان له لوری ...

0 نظر

په افغانستان کې د امریکی د متحده ایالتونو د تل پاتی نظامی اډو د جوړیدو اړتیا: یوولسمه برخه

آگوست 20, 2011 – 1:10 ب.ظ

امان الله عمر په افغانستان کی د امریکی متحده ایالتونو د ...

0 نظر

مدنی ټولنې او د خپلې خوښې روحیه

آگوست 1, 2011 – 7:48 ب.ظ

شیما جبارخیله یو مسول شخص د داوطلبی ارزښت پیژنی، هغه یوازی ...

0 نظر

د خلک دیموکراتیک ګوند ظالمانه واکمنۍ:نهمه برخه

جولای 27, 2011 – 10:08 ب.ظ

امان الله عمر په اتمه برخه کښی می د خادستانو د ...

0 نظر

د روښنفکرانو چوپتیا

جولای 21, 2011 – 5:36 ب.ظ

امان الله عمر ګرانو هیوادوالو، چوپتیا د وطن او قام سره ...

0 نظر

اوسنی اداره او د اولس باور

جولای 19, 2011 – 5:34 ق.ظ

اوسنی اداره او د اولس باور امان الله عمر د اولس باور ...

0 نظر

د خلک دیموکراتیک ګوند ظالمانه واکمنۍ:اتمه برخه

جولای 10, 2011 – 6:00 ب.ظ

امان الله عمر په اوومه برخه کښې مو ولوست چی د ...

0 نظر